سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د افغانستان خلک د غلو او لوټمارانو د محاکمې غوښتنه کوي

 کابل، د غبرګولي ۲۵ مه، باختر

د افغانستان خلک له نړيوالې ټولنې غواړي هغه کسان چې د افغانستان د خلکو شمتني يې لوټ کړې او نن په بهر کې آرامه او خوندي ژوند کوي، باید محاکمه شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي؛ په دې وروستيو وختو کې امريکايي ورځپاڼې والستريت ژورنال په يوه رپوټ کې  د افغانستان د پخواني حکومت د يو شمېر لوړ پوړو چارواکو د ښه او هوسا ژوند او پانګونې پرده پورته کړې، چې د عامه شتمنيو او بيت المال په لوټولو او غلا کولو سره  په بهر کې ځانونو ته اشرافي ژوند برابر کړى او د ميليونونو ډالرو په بيه يې کورونه اخيستي او په داسې حال کې چې د دوى د هېواد خلک د ژوند د دوام لپاره ډېر لږ امکانات هم نه لري، سره له دې چې د والستريت  ژورنال رپوټ  نميګړى او محدود دى او يوازې د پخواني حکومت د ګوتو په شمار څو تنه مقامات په دې رپوټ کې په نښه شوي، خو بيا هم  دا يوه بيلګه کېداى شي او د افشا کولو او د پخواني حکومت د مقاماتو له څېرو څخه د پردې پورته کولو پيل دى، تېر حکومت د فاسد حکومت  لقب وګاټه او مشران يې د نړى د ډېرو مفسدو مشرانو تر څنګ ځاى ونيو، واقعيت دا دى، چې امريکا او لوېديځو هېوادونو په افغانستان کې په شل کلنۍ واکمنۍ کې  لوټماري، اختلاس، بډې او خيانت د پخواني رژيم د لوړ پوړو چارواکو تر منځ د يو دود په توګه رواج کړ او د پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو له بیت المال څخه غلا د یو فرهنګ په توګه بدل کړ.

خيالي عسکر، خيالي ښوونکي او ښوونځي، خيالي مامورين، ادارې او داسې نور يوه ناوړه پديده وه چې د پخواني رژيم د مقاماتو له لوري د پيسو د تر لاسه کولو او د بيت المال د تشولو لپاره کارول کيدل، په دې اسلامي او افغاني ضد کمپاين کې يوازې هغه کسان چې والستريت ژورنال د هغوی نومونه اخيستي، شامل نه و، قضيه ډيره پراخه ده په جرأت سره کولاى شو  ووايو، چې د پخواني رژيم ټول لوړ رتبه مامورين د بيت المال په لوټولو کې شريک و او ټولنې عايداتي سرچينې او ستر قرار دادونه د پخواني  فاسد حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ وېشل کېدل، د پخواني حکومت د لوړ پوړو چارواکو او د نورو کسانو ناوړه کارونه  چې د پارلمان او قضائيه قوې په ګډون د حکومت په بدنه کې شامل و ټولو ته معلوم دي اوبې ځايه نه و، چې خلکو د پخواني حکومت پارلمان ته د چورلمان لقب ورکړى و، په څرګند ډول ويلی شو، چې د پخواني رژيم ټول لوړ رتبه مامورين مفسد و، د دغو غلو ترمنځ داسې څېرې هم شته چې له پلار څخه يې هيڅ نه درلودل چې د هغوى پلار يا يو عادي روحاني و او ياهم ټيټ رتبه افسر او آن موچي، خو نن دغه ښاغلي د کابل په يوه کوڅه کې د څو کورونو خاوندان دي، د کابل په شاوخوا او يا په خپل ټاټوبي کې باغونه لري او له افغانستان څخه بهر هم لوړ پوړيزې ودانۍ او سوداګري لري، اوس چې والستريت ژورنال ګام پورته ګړی او د پخوانيو مقاماتو له غلاو يې پرده پورته کړې ده، د افغانستان او نړۍ خلک پوهېږي چې دغه لوټماران په  کومو هېوادونو او په شاهانه ډول ژوند کوي، هغه هېوادونه چې  د دغو مفسدينو کوربه دي، چې تل يې د بشر د حقوقو، عدالت او د دموکراسۍ خبرې کوي، آيا دغه ښاغلي چې اوس په لندن، واشنګټن، استانبول او دوبۍ کې شاهانه ژوند لري د افغانستان د خلکو له خزانې څخه په غلا کولو سره د دغه هېواد د خلکو حقوق يې نه دي غصب کړي؟

او آيا دغه لوټماران په دغه ناوړه کار سره په خپل هېواد کې بشري حقوق ترپښو نه دي لاندي کړي؟  په  دموکراسۍ کې لومړنۍ مؤلفه د قانون منل دي، دغه ښاغليو له بيت المال څخه په غلا کولو سره د دموکراسۍ تر پښو لاندې کولو سبب نه دي شوي، چې امريکا او لوېديځ د هغه د ساتنې ادعا کوي؟ هغه هېوادونه چې یادو غلو ملاتړ کړى او نن د هغوى کوربه توب کوي که چېرې د دغو غلو په وړاندې عمل ونه کړي او له هغوى سره د افغانستان د خلکو د محاسبې زمينه برابره نه کړي، پوه دې شي چې  د افغانستان د خلکو په نظر د هغو کسانو تر څنګ شمېرل کيږي، چې له غلو سره يې د بوجۍ خوله نيولې ده، د افغانستان خلک په جدي توګه دا هيله لري چې له دغو لوټمارانو سره بايد محاسبه وشي، اسلامي امارت بايد له ديپلوماتيکو لارو هڅې وکړي، چې د افغانستان د خلکو لوټ کړاى شوې شتمنۍ له هغوى څخه واخلي او بايد محاکمه شي او د خپلو عملونو په سزا ورسېږي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته