کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
د افغانستان د ریل پټلۍ یوه پلاوي د ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پرون ناوخته د ایران د سړک او ښار جوړولو له وزیر رستم قاسمي سره وکتل.
د افغانستان د ريل پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د خواف- هرات رېل پټلۍ د درېيمې برخې د ترميم د بيا پيل او له دې لارې د انتقالاتو او د ايران له خوا د افغان ريل پټلۍ د محصلينو د استخدام په اړه خبرې وکړې.
د سرچینې په وینا؛ له خبرو اترو وروسته ایراني لوري د ترمیم او انتقال د چارو د بیا پیلولو لپاره خپل چمتووالی اعلام کړ.
په همدې حال کې د افغانستان د ريل پټلۍ رئيس د ايران له مرستو او همکاريو څخه قدرداني وکړه او د دواړو لورو ترمنځ د کتنو په دوام، د ترميم او انتقالاتو په ګړنديتوب يې ټينګار وکړ.
په پاى کې د ایران د سړک او ښار جوړولو وزیر اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د ژمي موسم له را رسېدو مخکې د خواف – هرات اورګاډي د دریمې برخې ټولې چارې بشپړې او عملي کړې.
د یادولو وړ ده چې د خواف – هرات ریل پټلۍ یوه معیاري کرښه ده، چې د ایران خواف د افغانستان له هرات ښار سره نښلوي، دا پټلۍ څلور برخې لري چې دوه یې په ایران او دوه نورې یې د افغانستان په خاوره کې دي.
\ ذ