ټولنه

د افغانستان د عالمانو سراسري شوری اعلاميه

کابل / د زمري ۲۰مه / باختر
لکه څرنګه چې لیدل کېږي په دغو وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې د زور اخیستلو له امله زرګونه کورنۍ له خپلو کورونو او سیمو څخه وتلو ته اړ شوې دي، چې د هېواد پلازمینې کابل ښار او نورو نسبتاً آرامو سیمو ته کډه شوې او د ژوندانه له ټولو ضروري امکاناتو بغیر تر شنه آسمان لاندې په پارکونو او د سړکونو په غاړو په ډېرې سختۍ سره شپې او ورځې تېروي.
د اسلام د سپېڅلي دین د احکامو په اساس د حاجتمندو مسلمانانو لاسنیوی او له هغوی سره مرسته په ټولو مسلمانو هېوادوالو لازمه ده.
د عالمانو سراسري شوری پر خپلو متدینو او مېړنو ولسونو غږ کوي چې هر څوک د خپل وس او توان مطابق له دغو بې کوره شویو هېوادوالو سره مرستې ته ور ودانګي او پر دولتي اړوندو مراجعو غږ کوي چې ډېر ژر له خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټه اخیستنې د بې ځایه شویو کورنیو د موقتي سرپناه او د اړتیا وړ خوراکي او غیرخوراکي توکو د برابرولو لپاره خپل اسلامي او انساني مسوولیت ادا کړي.
په همدې توګه د هېواد له شتمنو او ملي سوداګرو څخه غواړي چې په دغو سختو شېبو کې له خپلو بې وسو او اړو هېوادوالو سره په پوره سخاوت مرسته او لاسنیوی وکړي او د هغوی پر وړاندې خپل دیني او ملي مسوولیت سرته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته