خبرونهورزش

د افغانستان د فوټبال ملي ستوری شریف محمد د هند له غوره لیګ سره یو ځای شو

کابل / د لړم ۲۴ / باختر
شریف محمد د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم مدافع د هند له غوره لیګ سره د یو کال قرار داد وکړ.
شریف محمد د مالدیف په غوره لیګ کې دخپل ټيم له اتلوالۍ وروسته د هند د ګوکولام کرلای سره یو ځای شو.
اسلام الدین امیري د افغانستان د فوټبال بل لوبغاړی هم د ګو کولام کرلاپه ټیم کې د لوبې سابقه لري .
د افغانستان د دغه لوبغاړي د قرار داد وخت د هند په غوره لیګ کې نوي ټیم سره نه دی اعلام شوی.
د باختر اژانس د خبر له مخې، شریف محمد د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم مدافع د دوشنبې په ورځ هند ته ځي له روغتیایی ازمایښتونو وروسته له نوي ټیم سره قرار داد لاس لیک کړي .
د شریف محمد تلل د هند د ګوکولام کرلای ټیم ته تر اوسه پورې په هندي رسنیوکې زیات غبرګونونه درلودل.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته