امنیت

په زابل کې دترافيکي پيښې له امله اته تنه ووژل شول .

کابل باختر دوري  نولسمه:
دزابل ولايت په مربوطاتو کې نن سهار دترافيکي پيښې له امله اته تنه ووژل شول او اووه ويشت تنه نور ټپيان شول .
دغه پيښه نن سهار دزابل ولايت دشهر صفا ولسوالۍ په فولادګي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې درې سوه درې ډوله مسافروړونکي موټر له تونس موټر سره ټکر وکړ .
دزابل ولايت امنيه قوماندان جنرال غلام سخي روغ ليوني دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې پيښه کې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او اووه ويشت تنه نور ټپيان شوي دي .
ده وويل چې ددغې پيښې ټپيان دزابل ولايتي روغتون ته ليږدول شوي او ددريوتنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى  دى .
روغ ليوني  ددغې پيښې علت ددواړو موټر چلوونکو بي احتياطي  وبلله .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته