سیاستخبرونهرپوټونه

د افغانستان نوی حکومت د یوې غوره ډیپلوماسۍ له لارې له نړېوالو سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دی

کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر

په افغانستان کې نوی حکومت د متقابل درناوي د تعريف پر بنسټ او په يوې آرامې ديپلوماسۍ سره د خپلو نړيوالو اړيکو د ودې او پراختيا په لټه کې دی او په دې لاره کې په برياليتوب سره عمل کوي.

د باختر آژانس خبريال ليکي؛ افغانستان په تېرو لسو مياشتو کې له نړۍ سره په خپلو اړيکو کې ترخې ورځې تيرې  کړي دي، زياتو هېوادونو د خپلو پروګرامونو او غوښتنو پر بنسټ هڅې کړې چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې افغانستان د يو نړيوال فعال تعامل په نشتوالي کې بند کړي او دغه نظام په دوامدارې انزوا اخته کړي.

امريکا او د هغه متحدين غواړي چې نوى نظام د نامؤجه دليليونو له مخې په نړيواله انزوا کې وساتي، هغوى د افغانستان پر وړاندې ښکاره غوښتنې او پټ پروګرامونه لري او هلې ځلې کوي چې له بېلابېلو لارو هغه پر افغانستان وتپي.

دا چې د اسلامي امارت له جوړېدو يوولس مياشتې تيرې شوې دي او هيڅ هېواد نه دى حاضر شوى چې په افغانستان کې دا نظام په رسميت وپيژني، ستونزه یې له امريکا څخه ويرې ده، هغه هېواد چې هڅې کوي د نړۍ نظم په خپله خوښه مديريت کړي، په داسې حال کې چې نړيوال نظم د قانون، د يو او بل د حقوقو رعايتولو او د نړيوالو اصولو له مخې تامينيږي نه په هغه لاره چې امريکا غوره کړې ده.

له بده مرغه په افغانستان کې نوى نظام  له همدغه امريکايي تفکر سره مخ شوى دى يعني دا چې امريکا نوى نظام د خپلو مشخصو غوښتنو تر تامينولو پورې په رسميت نه پيژنې او بايد نور يې هم په رسميت و نه پيژني.

اسلامي امارت د بيا برياليتوب له وخت څخه د دغې ستونزې د ليرې کولو په لټه کې و او د يوې ارامې  ديپلوماسۍ له لارې يې هڅې کړي چې د نړيوالو پاملرنه په افغانستان کې موجودو واقعيتونو ته جلب کړي او څه ناڅه يوولسو مياشتو په تيرېدو سره  بريالى شوى دى چې په دې لاره کې  په برياليتوب سره عمل وکړي.

هغه اصل چې اسلامي امارت یې په نړيوالو تعاملاتو کې  بريالى کړی، په نړيوالو قضيو کې بيطرفي ده او په عين حال کې هڅې شوي دي چې په دغه شان مسلو کې  د مصلحت نظر وساتل شي او پياوړى شي.

اسلامي امارت په خپل بهرني سياست کې هلې ځلې کړې چې په افغانستان او سيمه کې د نورو هېوادونو د مشروع ګټو درناوى وشي او په همدې حال کې ټينګار شوى دى  چې نور هم د افغانستان د مشروع ګټو درناوى وکړي او له اسلامي امارت سره د متقابل درناوي له مخې  چلند وکړي، په نړيوالو اړيکو کې دغه شان چلند د دې سبب شوى دى چې اسلامي امارت له هغو ګواښونو سره سره چې د نورو له خوا شتون لري  له نړۍ سره پياوړي اړيکې ولري، داسې هېوادونه هم شته چې د اسلامي امارت تر ادارې لاندې یې په افغانستان کې  خپلې ديپلوماتيکي اړيکې ساتلي دي او په افغانستان کې فعال شتون لري، داسې هېوادونه هم شته چې  د اړيکو له احيا کولو سره لېوالتیا لري او غواړي په افغانستان کې خپل سفارتونه بيا فعال کړي خو ورو  او د پروګرام له مخې حرکت کوي.

په دې اړوند کولاى شو د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د سرپرست اميرخان متفي خوشبينۍ ته اشاره وکړو هغه په خپلو نويو څرګندونو کې ويلي دي ” د هرې ورځې په تيرېدو سره له نړۍ سره د کابل اړيکې پياوړي کيږي او ټاکل شوې ده چې يو شمېرهېوادونه خپل سفارتونه بيا په افغانستان کې فعال کړي.”

اميرخان متقي دغه راز ويلي دي” له نړۍ سره تعاملات په رسمي ډول دوام لري او هغو هېوادونو چې تر اوسه پورې د رسميت پيژندلو اعلام نه دى کړى دا يوه جلا موضوع ده . ”

دا خبرې د دې ښکارندوي دي چې افغانستان په يوې آرامې ديپلوماسۍ سره له بهرنيو هېوادونو سره د اړيکو په تامينولو کې بريالى دى چې له دې جملې څخه  په کابل کې د هند د سفارت بيا فعالېدل یې ښه بېلګه ده.

یاد هېواد له اسلامي امارت سره په اړيکو کې زيات ملاحظات درلودل. دغه بېلګه  کولاى شي له نړۍ سره د افغانستان د اړيکو په تامينولو کې يو ښه پيل وي او دا به ليرې نه وي چې زيات هېوادونه به غوره وګني چې له دريم هېواد څخه د افغانستان د څارنې پر ځاى په کابل کې خپل ديپلوماتيک حضور او شتون احيا کړي.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته