کابل، د غبرګولي ۸مه، باختر
د الفاروق قول اردو مرستیال فراه ته د خپل سفر په ترڅ کې د پوځي فعالیتونو بهير وڅېړه.
د ٢٠٧ الفاروق قول اردو مرستيال ملا عبدالشکور بريالي د يوه پلاوي په مشرۍ چې په کې د زون د استخباراتو مسوول، د پلټنې مدير، د استخباراتو پر وړاندې د مبارزې مدير او د قول اردو د مدير په ګډون فراه ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولايت لوا، کنډک او ټولي وکتل.
د دې سفر او کتنو موخه د لوا او کنډکونو له مسوولینو سره له نږدې کتل، د هغوی د فعالیتونو ارزونه او د مجاهدینو د ورځنیو ستونزو حلول بلل شوي دي.
په دې سفر کې د انجنیرانو یو ټيم هم ګډون درلود هلته یې ویجاړ او نیمه ویجاړ شوي پوځي ځایونه وکتل او د بیارغونې لپاره یې پلان تر لاس لاندې ونیوه.
\ ذ