خبرونهورزش

د الياس خان بابا د واليبال ټيم د مولانا يعقوب چرخي د جام اتل شو

 کابل، د چنګاښ ۵ مه، باختر

د لوګر د الياس خان بابا د واليبال لوبډله د واليبال د سياليو په پاى لوبه کي د چيني فابريکې له ټيم سره مخامخ شو، چې لوبه د الياس خان بابا د واليبال لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده، او اتلولي يې و ګټله.

د لوګر ورزشي آمر انجينیر مزمل نعيم زي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل، دغه سيالۍ مولانا يعقوب چرخي د جام په نامه د ورزشکارانو د هڅو، د غوره څيرو د پيژندنې او له نشه يي توکو سره د مبارزې په مقصد د لوګر، ننګرهار، ميدان وردګو او بغلان د ٢٤ ټيمونو په ګډون د لوګر مرکز پل علم ښار په ورزشي جمنازيوم کې پيل شوې وې.

نوموړي زياته کړه، چې د دغو سياليو پايلوبه د الياس خان بابا او د چيني فابريکې د واليبال لوبډلو ترمنځ وشوه، چې لوبه د الياس خان په بابا د لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده، او د اتلولۍ جام يې وګاټه او د چيني فابريکې ټيم دويم مقام وګاټه.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته