سیاست

د امريکايي ځواکونو جګپوړي قومندان په کابل کې د لسو ملکيانو د وژلو په خاطر بخښنه وغوښته

کابل / د وږي ۲۷مه / باختر
د امريکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال مک کنزي په کابل کې په يو هوايي بريد کې د لسو ملکيانو د وژل کېدو په خاطر بخښنه غوښتې ده، خو د دغې پېښې د شهيدانو وارثانو ته د غرامت د ورکولو په اړه څه نه دي ويلي.
د وږې په ۷مه د يکشنبې په ماښام يو بي پيلوټه امريکايي الوتکه د کابل نړيوال هوايي ډکر ته څېرمه په دې پلمه پر يو کور بريد وکړ چې د يو موټربم په واسطه پر هوايي ډګر د بريد احتمال شته چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ ۱۰ غړي ووژل شول.
دغه بريد په ملي او نړيواله کچه غبرګونونه راوپارول. په افغانستان کې د بشري حقونو فعالانو دغه بريد جنګي جنايت وباله. د بخښنې نړيوال سازمان په خپلو تحقيقاتو کې د امريکا له خوا د غرامت پر ورکولو ټينګار وکړ او اسلامي امارت هم هغه په افغانستان کې يو خپلسر عمل وباله او ويې غانده.
خو اوس د امريکا د مرکزي ځواکونو قومندان جنرال مک کنزي منلې ده چې دغه بريد يوه تېر وتنه وه.
هغه په يو ټلويزيوني پيغام کې ويلي دي چې د ٧ماشومانو په ګډون ١٠ ملکيان په دغه بريد کې ووژل شول. پر دې سربېره، موږ اوس څېړلي دي چې په زيات ګومان سره دا لرې خبره ده چې دغه موټر او ژل شوي کسان د داعش له خراسان څانګې سره اړيکې ولري او امريکايي ځواکونو ته مستقيم ګواښ وي. زه د خپلې ژورې ډاډګيرنې او خواشینۍ مراتب د قربانيانو کورنيو او دوستانو ته څرګندوم.
خو دغه امريکايي جنرال د غرامت د ورکولو او له هغو کسانو سره د قانوني چلند په اړه چې دغه تېروتنه کړې ده، څه نه دي ويلي او په يوې بخښنې سره د ماشومانو په ګډون د لسو افغانانو وينې ته پاملرنه نه ده کړې.
دغه بريد هغه وخت ترسره شو چې د امريکا متحده ايالات له افغانستان څخه د امريکايي اتباعو او د هغوى د افغان همکارانو پر ايستلو بوخت وو چې د داعش د جدي تروريستي بريدونو ګواښ شتون درلود. خو په افغانستان کې امنيتي خبرځايونه ويلي دي چې هېڅ ډول ګواښ نه و موجود.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته