سیاستTOP

د امريکا د ملي امنيت د سلاکار وروستۍ څرګندونې له حقوقي مکلفيتونو اومسووليتونو تېښته ده

کابل /د وري ٣٠مه /باختر
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار ويلي دي له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته هيڅوک د دغه هېواد د راتلونکې ضمانت نه شي کولاى .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ چګ سوليوان له فاکس نيوز سره په مرکه کې ويلي دي سره له دې چې امريکا به په هغوګواښونو چې له افغانستان څخه د تروريستانوله خوا کېږي متمرکزپاتې شي خود دغه هېواد د راتلونکې ضمانت نه شي کولاى.
هغه د يوې پوښتې په ځواب کې که چېرې افغانستان د عراق په برخليک اخته شي چې داعش په ٢٠١١ کال کې د امريکايي ځواکونو له وتلو وروسته زياتې سيمې ونيولي اود امريکا د وخت د جمهوررييس بارک اوباما اداره اړه شوه چې بيا عراق ته ځواکونه واستوي څه به وشي؟ وويل د امريکا جمهور رييس جوبايدن افغانستان ته بيا د ځواکونو د استولوکوم نيت نه لري موږ ضمانت نه کوو چې په افغانستان کې به څه رامنځته شي .
هيڅوک نه شي کولاى چې د دغه هېواد د راتلونکې اټکل وکړي .
هغه وويل هغه څه چې امريکا کولاى شول ترسره کړي د افغانستان حکومت اوخلکو حکومت اوافغان ځواکونوته د منابعو برابرول و چې امريکا هغه ترسره کړل.
د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار وويل اوس د دې وخت رارسېدلى دى چې امريکايي ځواکونه خپل هېواد ته ستانه شي اود افغانستان خلک په خپله د خپل هېواد دفاع وکړي.
يوشمېر سياسي کارپوهانو د امريکا د ملي امنيت د سلاکار وروستۍ څرګندونې له حقوقي مکلفيتونو اومسووليتونو تېښته بللې ده چې د امريکا دولت د افغانستان په وړاندې لري.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان دولت له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو د اعلام هرکلى کړى دى خو ټينګار يې کړى دى چې د دغوځواکونو وتل د يوميکانيزم له مخې ترسره شي.
بايد وويل شي چې د افغانستان دولت له امريکا اويوشمېر نورو هېوادونو سره امنيتي تړونونه لاسليک کړي دي خوهيڅکله له دغو تړونونو څخه ګټه نه ده ترلاسه کړې.
ختم_ شکريه _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته