خبرونهامنیت

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت له خلکو سره په ښه چلند ټينګار وکړ

کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر
د امر بالمعروف او نهې عن المنکر او د شکایتونو د اورېدو وزارت معین د هرات د استخباراتي او پولیسو د حوزو له یو شمېر مسوولینو او ولسوالانو سره په هرات کې وکتل.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین مولوي عبدالرحمن منیر هرات ته د خپل سفرموخه له امنیتي مسوولینو سره کتنه وبلله.
د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین وویل، مجاهدین باید په سنتو برابر وي او د ملکي کسانو وهل ډبول ظلم ګنل کېږي، اخلاص او پاک نیت باید په لومړیتوب کې وي، په عمومي سړکونو، څلور لارو او موټرو کې د شهیدانو او د اسلامي امارت د مشرانو د عکسونو لګول منع شوي دي.
له نژاد پالنې، ژب پالنې او خصوصي میلمستیاوو ته د مجاهدینو ورتک منع شوی او د شهیدانو له کورنیو او معلولینو سره یې د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت معین له خلکو سره په ښه چلند ټينګار وکړ.
د هرات والي شیخ الحدیث مولانا نور احمد اسلام جار وویل، چې یوازې هغه عمل چې پښيماني نه لري شرعي عمل دی او غیرشرعي عمل انسان پښيمانه کوي.
د هرات والي له مجاهدینو وغوښتل چې په دولتي څوکیو او زغروالو موټرو زړه ښه نه کړي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته