کابل/ د زمری ۱۴مه/ باختر
د اِمېجن انډیا د ۲۰۲۱ کال د فلمي فیسټیوال، چې د روان ۲۰۲۱ مېلادي کال د سپټمبر او اکټوبر په میاشتو کې به د هسپانیې په پلازمېنه ماډریډ کې ترسره کېږي، د کتنپلاوي د غړې په توګه د افغانې سېنماګرې مېرمن لینا علم دوهم ځل ټاکنه، د خوښۍ خبر دی.
د اووه لسو هیوادونو څخه د نهه ویشتو فلمونو د نندارې لپاره کتنپلاوی چې د دیارلسو هیوادونو د سینما د دوه ویشتو مخکښو هنرمندانو څخه جوړ دی، په دې توګه د مېرمن علم حضور هم لري؛ چې دا د افغانستان په ځانګړي ډول د افغاني سېنما د ودې لپاره هیله بخښونکی خبر دی.