سیاست

د انجنيرمحمدخان پيغام

کابل / باختر د لړم د مياشتې ١١

انجنيرمحمدخان: له هیواد څخه تېښته د ځوانانو ستونزې نه شي حل کولی

د يو هېواد په رغونه او ښېرازۍ کې د هغو ځوانانو ونډه داسې جوته ده لکه
جسم او روح، چې له یو بل سره تړاو لري، موږ په تېرو څو لسیزوکې د
پرديو او تپل شویو جګړو له امله؛ خورا پراخې ستونزې وګاللې، خو د حکومتولۍ
په نوي پړاوکې چې دا دی څوارلس کلونه پرې اوړي د ځوانانو په روزنه او
ظرفيتونو جوړولو، غوړولو او کاروړلوکې به ډېرې لاسته راوړنې لرو.

خو له بده مرغه په دې څو وروستیو کلونوکې له هغه مهاله چې زموږ پر عام
ولس تروریستي بریدونه، بمي چاودنې او ځانمرګې حملې ډېرې شوې او له بله
پلوه د همدغو ستونزو او نورو ورته مشکلاتو له امله په هېواد کې د
او زګارتيا اندازه تر يوې کچې زیاتې شوې، دغو عمده ټکو ته په پاملرنې سره
زموږ ځوانان چې د هېواد بشري ځواک جوړوي، يو شمېر يې هېواد پرېږدي او له غير قانوني لارو چارو اروپايي هېوادونو ته پناه وړي چې د دغو مهاجرتونو
په لړ کې د خورا زړه بوږنوونکو پېښو شاهدان یو.

ډېری ځوانان مو په ډزو ووژل شول، ځينې نور يې په سمندرونو کې ډوب شول
او يو شمېر نور یې بیا په غرونو او ځنګلونو کې له پښو ولویدل او له منځه
لاړل؛ موږ ځوانانو ته بلنه ورکوو چې د ګڼو ستونزو په ګاللو سره دې خپله
خاوره نه پرېږدي، په ملتونو باندې ډېرې بدې ورځې راځي؛ تاسې همدغه اروپا
وګورئ چې له دوو نړيوالو جګړو وروسته په خورا خطرناکه کنډواله بدله شوې
وه؛ مګر د خپلو ځوانانو په مټ داسې اباده شوه چې اوس زموږ جنګ ځپلي وګړي پناه وروړي.

په دې لړ کې مسؤلین او د کارو او ټولنیزو چارو وزارت له ګڼو هېوادونو
سره د کارګرانو په لېږد خبرې اترې کړې چې په دې لړ کې به زموږ د وزګارو
کارګرانو ستونزې حل شي او په قانوني لارو به هغو هېوادو ته د کار لپاره
ولاړ شي؛ همدارنګه دولت په پام کې لري د ځوانانو لپاره د کاري فرصتونو د
چمتو کولو په خاطر د ځوانانو د ستونزو د حلولو لپاره جدي ګامونه اوچت
کړي او د دې په څنګ کې موږ پانګه والو ته بلنه ورکوو ترڅو په هېواد کې پر
توليدي برخو پانګونه وکړي چې له دې لارې هم زموږ ډېريو ځوانانو ته کاري
فرصتونه پیدا شي؛ د دې ترڅنګ د حکومت وزارتونه هم د ځوانانو د لا ډېرو
جذبولو لپاره په نويو پلانونو کارکوي او دغې پراخې ستونزې ته به د پای
ټکی کېږدي.

نو له ځوانانو او عامو وګړو مو هيله دا ده چې د مشکلاتو په وړاندې د
مقاومت ځواک په ځان کې پیدا کړي او په هغو پيسو چې بهرنیو هېوادونو ته
پرې پناه وړي همدلته په خپل هېواد کې د کار فرصتونه وګوري، که څه هم دغه
فرصتونه به په زړه پورې نه وي؛ خو هر څه په تدریج سره ثمر ته رسیږي او
حکومت هم تابیا کړې چې د ځوانانو دغو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي نوبیا هم له ځوانانوڅخه غواړو چې خپل هېواد مه برېږدئ، دا هېواد بیا رغونې ته اړتيا لري او دا کار به تاسې کوئ.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته