اقتصاد

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د “او.آی.سي ” شرکت له رییس سره وکتل

کابل / د مرغومي ۲۸مه / باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور نن د OIC شرکت له ریيس فضل‌الرحیم سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د یاد شرکت ریيس په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې د پانګونې لېوالتیا وښوده او ویې ویل چې دغه شرکت غواړي له ډبرو سکرو څخه د برېښنا ۱۰۰میګاواټه انرژي تولید کړي.
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د «او.آی.سي» شرکت له رييس څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ: اوس په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ شوی دی او افغانستان د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې ډېرې زېرمې لري او موږ ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته په هېواد کې د پانګونې زمینه برابرو.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره، د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته