خبرونهټولنهروغتیا

د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي د وچکۍ او اسهال له ناروغۍ شکایت کوي

– کابل، د غبرګولی ۱۴ مه، باختر

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي د موسمي ناروغيو  وچکۍ او اسهال له خپرېدو شکایت کوي.

د بالامرغاب ولسوال مولوي عبدالباري “مخلص” د باختر آژانس خبريال ته وويل؛  په دې وروستيو وختو کې د بادغيس په بالا مرغاب ولسوالۍ کې  وچکۍ، اسهال، او سينه بغل ناروغۍ  زياته شوې او هره ورځ له  لرې پرتو کليو څخه خلک دغه کلينيک ته د درملنې په موخه راځي.

هغه زياته کړه، زياتره  ناروغان چې دغه کلينيک ته مراجعه کوي، د وچکۍ او اسهال له ناروغۍ شکايت کوي.

د بالامرغاب ولسوالۍ  د روغتون او د ماشومانو د درملنې مسوول  ډاکټر  فلک ناز “کريمي” هم تاييدوي، چې په خلکو کې دغه  ناروغي خپره شوې او په  دغه کلينيک کې هره ورځ په عادي ډول له٨٠ تر ٩٠ پورې ناورغان تر درملنې لاندې نيول کيږي.

د هغه په ​​وينا، په دې کلينيک کې د اړتيا وړ درمل شته او هغه ناروغان چې زياتې درملنې ته اړتيا لري، د ولايت مرکز ته لېږدول کېږي.

د بادغيس د عامې روغتيا رييس مولوي محمد اصف “قانت” وويل، چې په بالامرغاب ولسوالۍ کې د ولسوالۍ د مرکزي روغتون په ګډون، په بوکن، چپچل، موريچاق، پنيرک، ساغري پنجاب، خوجه يخدان او قروتو ولسواليو کې ٩روغتيايي مرکزونه روغتيايي خدمتونو په وړاندې بوخت دي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته