خبرونهسیاست

د بامیانو والي په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي له مرستیال سره وکتل

کابل، د زمري ۲ مه، باختر

په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل او په افغانستان کې د یونما دفتر سیاسي مسوول سکارت میلر نن د بامیانو له والي الحاج مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.

د باختر آژانس د خبر له مخې، د بامیانو والي مولوي عبدالله سرحدي دغه ولایت ته د ملګرو ملتو سازمان د لوړ رتبه هیئت د سفر قدرداني وکړه او ویې ویل چې د اسلامي امارت مشر تابه له نړۍ سره د ښو اړیکو او تعامل غوښتنه کوي.

د بامیانو والي د افغانستان کنګل شویو پیسو پر آزادولو ټينګار وکړ او ویې ویل، چې په هېواد کې د اقتصادي ودې او د اقتصادي او پانګونې حالت او د کرنې برخې د ودې او پراختیا په مقصد باید کنګل شوې پیسې آزادې شي.

الحاج مولوي عبدالله سرحدي د ټولمنلي حکومت د جوړولو په اړوند وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت په هېواد کې د ټولو قومونو او قشرونو د حقوقو تامینولو ته ژمن دی او د هېواد په جوړښت کې د ټولو قومونو شتون ارزښتناک دی او هڅه کېږي چې په لوړو او ټيتو کچو کې قومي تعادل رامنځته شي.

د بامیانو سیمه ییزو مسوولینو د ملګرو ملتو له هیئت څخه وغوښتل چې د روغتیا، ښوونې او روزنې، کرنې او د بنسټونو جوړولو په برخو کې د بامیانو له سیمه ییزې ادارې سره همکاري وکړي او دغه راز له ملي او نړیوالو مرستندویو موسسو وغوښتل، چې د بشري مرستو په برخه کې د مستحقو کورنیو ترمنځ د شفافیت اصل رعایت کړي او مرستې باید په اړمنو کورنیو ووېشل شي.

په پای کې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال پوتزل د ولایت مقام له همکارۍ څخه قدردانۍ په ترڅ کې وویل، چې موږ په بامیانو کې له مدني فعالانو، ځوانانو او مخورو سره وليدل، چې د سیمه ییزې ادارې له خدمتونو خوشحاله یو او موږ د وګړني کمېسیون، د عالمانو شورا او د هزارګانو او کوچیانو ترمنځ د ستونزو حل کولو لپاره د کمیسيون د جوړولو هرکلی کوو.

د ملګرو ملتو سازمان دغه لوړ رتبه هییت ژمنه وکړه چې تاشکند په غونډه کې دغه موضوعګانې له نړیوالې ټولنې سره شریکوي.

ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته