فرهنګ

د بدخشان فرهنګي مسوولينو د دغه ولايت د دشت قروق موزيم وکوت

کابل / د لړم ١۸مه / باختر
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس پرون د بدخشان د قروق د شهيدانو دښتې له څلي او موزيم څخه ليدنه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس معزالدين احمدي له يوشمېر مسوولينو سره د بدخشان د شهيدانو دښتې موزيم وکوت او د بدخشان د شهيدانو څلي د ناسم وضعيت په اړه يې اندېښنه څرګنده کړه.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رييس وويل: په دغه موزيم کې دې يو مامور او يو ساتونکى وګومارل شي چې د دغه موزيم د ړنګېدو چې په بدخشان کې د کمونیستانو د وحشت او جنايتونو يادونه کوي، په ښه توګه ساتنه او پالنه وشي.
هغه زیاته کړه: په دغه موزیم کې د بدخشان څه ناڅه د هېوادوالو او مجاهدینو ۴۰۰ جسدونه چې د هغه وخت د کمونیستي رژیم له خوا شهيدان شوي وو، په دې سیمه کې له یوه ډله يیز قبر څخه د هغوی جسدونه موندل شوي دي او وروسته دغه سيمه د شهيدانو دښتنې په نامه ونومول شوه.
پای\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته