کابل، د چنګاښ ۷ مه، باختر
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د بغلان ولایت د عامه کتابتون د بډاینې کولو لپاره ۴۸۲ ټوکه کتابونه ددغه ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ له ریاست سره مرسته وکړه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي باخترآژانس ته وویل، په دغوکتابونو کې فرهنګي ، ادبي ، معلوماتي او طبي کتابونه شامل دي.
هغه زیاته کړه، په پام کې ده چې دغه کتابونه د خنجانواو ده صلاح ولسوالۍ د عامه کتابتونو د بډاینې لپاره لېږدول شوي.
ع