سیاستخبرونهامنیتTOP

د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جوازسیر درلودونکو موټرو ستونزه څېړل کېږي

کابل ، د غبرګولي ۱۸مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه د رئیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن آخند په مشرۍ جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د غبرګولي په ۱۶مه (د دوشنبې په ورځ) جوړه شوې وه، له اجنډا سره سم، پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او پرېکړې شوې دي.

د کابینې غونډې د کورنيو چارو وزارت ته دنده سپارلې چې د نشه يي توکو د جرمونو په تور د ضبط شويو بې اسنادو موټرو موضوع د مخدره توکو ځانګړې محکمې ته وسپاري چې له شرعي څېړنې وروسته یې په اړه اصولي کړنې ترسره کړي.

همدارنګه، د اقتصاد وزارت د سرپرست قاري دین محمد حنیف په مشرۍ، د ټرانسپورټي ستونزو د حل کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د ترافیکو لوی ریاست د استازو په ګډون د بې اسنادو، ښي لاس او مؤقت پنځه کلن جوازسیر درلودونکو موټرو ستونزه وڅېړي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې غونډه هره دوشنبه، د رئیس الوزرا په مشرۍ جوړېږي او په کې پر ځینو مهمو موضوعاتو له بحثونو وروسته، پرېکړې کېږي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته