ټولنه

د بې سنده موټرو د تګ راتګ له پلوه د هرات د موټر پلورونکو د اتحاديې انديښنه

هرات باختر دوږي دمياشتې ٢١  نيټه  :
د هرات ولايت د موټر پلورونکو اتحاديه د ويشي موټرو د تګ راتګ او د دغه ولايت په اقتصادي او ټولنيز حالت د هغو د منفي پايلو له پلوه انديښنه لري.
يوشمېر موټر پلورونکو او د بار وړونکو او سپرلۍ وړونکو موټرو د واردونکو شرکتونو مسوولانو چې نن يې د هرات له والي محمد آصف رحيمي سره وکتل، د بې سنده موټرو د وارديدو او په ښارکې د هغو د تګ راتګ له پلوه چې دستونزو  د رامنځته کيدو سبب کيږي، انديښنه څرکنده کړه.
د هرات والي د طرحه شويو ستونزو له اوريدو وروسته لارښوونه وکړه چې د قانون د تطبيق او د ويشي موټرو د واردلو او په ښارکې د هغو د تګ راتګ د مخنيوي په خاطر دې لازم تدبيرونه ونيول شي.
پاى شکريه ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته