کابل /د وري ٢٤مه /باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت آمر د يو قاتل سړي له خوا په ډزو سره ووژل شو .
محمد ابراهيم دور انديش تېره شپه د يوقاتل د نيولو لپاره د تالقانوښار يوې سيمې ته تللي و . اوکله يې چې غوښتل دغه سړى ونيسي د هغه له خوا په ډزو سره ووژل شو.
د تخار يو امنيتي مقام له باختراژانس سره په اړيکه کې په دې پېښه کې د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت د آمر وژل کېدل تاييد کړ او ويې ويل چې يرغلګر د پوليسو په متقابلو ډزو کې ووژل شو.
ختم- ج –ا