امنیت

د تخار پوليسو يو سړى د نشه يي توکو د قاچاقو په تړاو ونيو

۲۹- کابل / د مرغومي ۲۳ مه / باختر
د تخار د امنيې قوماندانۍ پوليسو يو سړى نن په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د قاچاقو په شک ونيو.
د تخار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول خليل اسير باختر آژانس ته وويل: د تخار د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو دغه سړى له څه دپاسه درې کيلوګرامه چرسو سره چې په يو موټر کې ځاى پرځاى کړي وو، د تالقانو ښار په امنيتي پوسته کې د پلټنې په وخت کې ونيو.
پېښه د زياتو معلوماتو په خاطر د پوليسو ترڅېړنې لاندې ده.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته