-کابل /دزمري ١٦مه /باختر:
د ترانسپورت وزارت معين په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير سره په وريښمو پله ( ميلک ) کې د رامنځته شويو ستونزو په باب په انلان ډول خبرې وکړې .
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د ترانسپورت وزارت د پاليسۍ او تخنيکي معين حسني مبارک عزيزي نن په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت له سفير بهادرامينيان سره د افغان موټرچلوونکو په وړاندې په اېران کې د رامڼځته شويو ستونزو په باب په انلان ډول خبرې وکړې .
د دغوخبرو په بهيرکې عزيزي د دواړو هېوادونو د نيکو اړيکو يادونه وکړه او ويې ويل: د ګاوڼډيو او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د ترانسپورتي ، ترانزيتي او د تجارتي اړيکوټينګښت اوپراختيا د افغانستان حکومت د رهبرى له لومړيتوبونوڅخه دي .
هغه د ايران له سفير سره وغوښتل چې په وريښمو پله (ميلک ) کې رامنځته شوي ستونزې د دوه اړخيز موافقه ليک له په پام کې نيولوسره له ايراني مقاماتو سره شريک کړي اود ترانسپورتي اړيکو د ټينګښت په خاطر دې د افغانستان ترانسپورتي شرکتونو موټرچلوونکو او خصوصي برخې ته لازمې اسانتياووې برابرې کړي .
په کابل کې د ايران سفير د اوسنيو فرصتونو له په پام کې نيولوسره د دواړو هېوادونو د اړيکو پر ټينګښت ټينګاروکړ اوډاډ يې ورکړ چې د افغان موټر چلوونکو په وړاندې رامنځته شوي ستونزې د ايران د اسلامي جمهوريت له مقاماتو سره شريکوي .
په پاى کې دواړو لورو د دواړو هېوادونوترمنځ د ترانسپورتي اوتجارتي اړيکوپرټينګښت اوپراختيا ټينګاروکړ
دغه راز د چابهار بندر له لارې د تجارتي مالونو د لېږدونې د بهيرد ګړندي کولوپه مقصد د چابهار د همغږى د شورا د غونډو د جوړولو، په خصوصي برخه کې د پانګې اچونې د زمينو د رامنځته کولواود دواړو هېوادونوترمنځ د لېږد رالېږد د اتمې ګډې غونډې دجوړولو په باب خبرې وکړې. ختم _ج _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل