کابل، د غوايي ۱۰ مه، باختر
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي چې په تېرو ۸ مياشتو کې د کابل هوايي ډګر له لارې د پيسو، سرو زرو او د نشه يي توکو د قاچاقو مخه نيول شوې او د نشه يي توکو قاچاق صفر ته رسېدلى دى.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د ترانسپورټ وزارت ویاند امام الدین احمدي ویلي چې اسلامي امارت د نشه یي توکو د کښت او قاچاق پرخلاف مبارزې ته ژمن دی.
د هغه په وينا، د کابل هوايي ډګر امنيتي او تخنيکي پرسونل د پيسو، سرو زرو او نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره له خپلو شته امکاناتو کار اخيستی او په دې برخه کې هڅې روانې دي.
احمدي وايي چې د نړۍ ډېرو هېوادونو ته الوتنې په عادي ډول دوام لري او د کابل له هوايي ډګره هره ورځ ۲۲ الوتنې کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه په دې وروستیو کې یو فرمان صادر کړ چې په افغانستان کې یې د نشه يي کوتو پر کښت، پلور او قاچاقو بندیز ولګاوه. اسلامي امارت ویلي چې د فرمان له صادرېدو وروسته د نشه يي توکو کښت، تولید، خرڅلاو او قاچاق ناروا او جرم ګڼل کېږي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.
\ ذ