ټولنه

په لوګر کې راستنيدونکو کورنيو مرسته ترلاسه کړه .

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
په لوګر کې نن څه دپاسه  ١٤٠راستنيدونکو کورنيو نغدي مرستې ترلاسه کړې .
  دلوګر دمهاجرينو اوراستنيدونکو  چارو آمر  باختراژانس ته وويل:  دنړۍ دخوراکي سازمان موسسې  هرې کورنۍ ته چې په دې وروستيو  کې له ايران ، پاکستان اوترکيې  څخه  راستانه شوي دي، ١٨-١٨ زره افغانۍ ويشلې  دي .دغه مرستې  دوالي دمرستيال ، دملي امنيت درييس او دلوګر دولايتي شورا دغړې نفيسې هجران په وړاندې  په پل علم ښار کې په راستتنيدونکو کورنيو وويشل شول .
ختم_شکريه_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته