سیاستخبرونهTOP

د ثور اتمه، د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپېڅلي جهاد د بریا ورځ ونمانځل شوه

کابل ، د ثور ۸مه ، باختر
د افغانستان اسلامي امارت د جګپوړو مقاماتو او مسؤلینو په ګډون او د ملي راډیو ټلویزیون په اهتمام، نن د ثور اتمه (د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د افغانستان د خلکو د سپېڅلي جهاد د بریا ورځ) په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د غونډې په پیل کې د ثور د اتمې په اړه معلومات وړاندې شول.
وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په خپلو خبرو کې، د ثور اتمه د آزادي غوښتنې او قربانیو تاریخ وباله او ويې ویل چې دغه تاریخي ورځ د افغانستان د یو نیم میلیون شهیدانو او د هېواد د میلیونونو بچیانو د کډالۍ او ټپي کېدو په پایله کې ترلاسه شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په هغه وخت کې، هر هغه څوک چې غوښتل یې په هېواد کې اسلامي نظام حاکم شي، دیني ارزښتونه او د هېواد خپلواکي یې وساتل شي، د یو محدود شمېر پلورل شویو کسانو له خوا له محاکمې پرته او په ډېرې بېرحمۍ سره به په شهادت رسېدل.
مولوي حنفي پر هغو کسانو چې له هېواده بهر ته تللي دي؛ غږ وکړ چې خپل هېواد ته راشي او د هېواد په آبادولو او پرمختګ کې ونډه واخلي. هغه دغه راز ټینګار وکړ چې افغانستان نه غواړي د نورو هېوادونو په مسائلو کې مداخله وکړي او نورو ته هم اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په داخلي مسائلو کې لاس وهنه وکړي.
په همدې حال کې د ملي راډیو ټلویزیون عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د «ثور د اوومې او اتمې» په اړه د افغانستان اسلامي امارت اعلامیه» ولوسته چې په یوه برخه کې یې داسې ویل شوي دي: “۴۴ کاله وړاندې د ۱۳۵۷ هـ ش کال د ثور په اوومه کمونستانو په افغانستان کې کودتاه وکړه، چې په هېواد کې د ډيرو ناورینونو، بدمرغیواو ناخوالو پیلامه شوه. څو تنو پرديپالو څيرو د وخت د شوروي اتحاد په ملاتړ د کفري ایډیالوژي په تحمیلولو سره د افغان مسلمان او مجاهد ملت، د باورونو، مقدساتو او اسلامي ارزښتونو پر وړاندې په هر ډول جنایتونو لاس پورې کړ؛ ولې الحمدلله زموږ مسلمان او مجاهد ملت د کمونستي فکر او د هغوی د اعمالو پر وړاندې قیام وکړ او دا جهادي مبارزه، چې له بې سارې قربانیو سره مله وه، ۱۴ کاله روانه وه.”
د غونډې په دوام، د کورنیو چارو سر‍پرست وزیر خلیفه ملا سراج الدین حقاني په خپلو خبرو کې افغانان یو مجاهد ملت وباله او څرګنده یې کړه: هر چا چې څومره خواري کړې چې افغانستان مستعمره کړي، خو الله (ج) هغوی بریا او خپلو شومو موخو ته نه دي رسولي.
هغه زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي امارت ژمنه کړې ده چې افغانستان هېچا ته ګواښ نه دی او له نورو او په تېره بیا ګاونډیو هېوادونو څخه هم غواړي چې له افغانستان سره مثبت تعامل ولري.
د غونډې نورو ویناوالو هم د موضوع او د آزادۍ د ارزښت په اړه خبرې وکړې او د افغانستان خلک یې یووالي، پيوستون او یو بل منلو ته را وبلل.
د یادونې وړ ده چې د ثور اتمه، په هېواد کې د کمونیستي نظام د ړنګېدو تاریخي ورځ ده. دېرش کاله وړاندې په همدې ورځ، د مجاهدینو د ۱۴ کلن جهاد او قربانیو په پایله کې د ډاکټر نجیب الله په مشرۍ کمونیستي نظام ړنک شو او پر ځای یې د حضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ د مجاهدینو لنډمهاله حکومت په رسمي ډول واک ترلاسه کړ.
وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته