خبرونهټولنهTOP

د حج د لګښتونو د دويم قسط د تحویلۍ په اړه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا

کابل ، د غبرګولي ۱۰مه ، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د حج د فریضې ادا کوونکو ته خبر ورکوي، چې د (۱۴۴۳) ﻫ.ق کال چې د (۱۴۰۱) ﻫ.ش سره سمون لري، د حاجیانو د اسنادو د ترتیب او وروستي کولو په خاطر، د حج د لګښتونو د دويم قسط د تحویلۍ بهیر سر له ننه (سه شنبه، د ۱۴۰۱ ﻫ.ش کال د غبرګولي ۱۰ مه) د هېواد په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي.

د لګښتونو د جدول له مخې، د اهل تسنن حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۴۱۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۱ زره ۷۰۰) افغانۍ او د اهل تشیع حاجیانو د هر یوه تن ټول لګښت (۴۱۸۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۷۶ زره ۲۰۰) افغانۍ اټکل شوی دی.

له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د (۱۴۰۱ ﻫ.ش) کال لپاره ورته نوبت رسېدلی او لومړی قسط یې ورکړی، هیله کېږي، چې د خپل دویم او وروستي قسط تحویلولو لپاره له خپلو اړوندو اسنادو او لاندې پیسو سره حاضر شي:

۱ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۱۰۰۰) امریکایي ډالر تحویل کړي، له (۳۱۳۰) امریکایي ډالرو، معادل (۲۸۱ زره ۷۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي..

۲ـ  هغو حاجیانو چې خپل لومړی قسط (۵۰۰) امریکایي ډالر تحویل کړي (۳۶۳۰) امریکایي ډالر، معادل (۳۲۶زره ۷۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي.

۳ـ  د اهل تشیع هغه حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۱۰۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۱۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۲۸۶ زره ۲۰۰) افغانۍ او هغه اهل تشیع حاجیان چې په لومړي قسط کې یې (۵۰۰) امریکايي ډالر تحویل کړي (۳۶۸۰) امریکايي ډالر، معادل (۳۳۱ زره ۲۰۰) افغانۍ له ځان سره راوړي.

د حج غوښتونکي کولای شي چې د روان کال د ذوالقعدې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه چې  د غبرګولي له ۱۰ مې نېټې سره سمون خوري، د خپل نوبت د سند، د تذکرې اصل او کاپي او د پاسپورټ د درلودلو په صورت کې د پاسپورټ له رنګه کاپي سره، د کابل د دو ویشتو ناحیو حاجیان دې د زړو مکروریانو د ملي بس څلورلارې ـ مرنجان تپې ته څېرمه ـ د مرکز زون د حاجیانو مجتمع ته او د ولایتونو حاجیان دې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي؛ چې د دوی د سفر اسناد طی مراحل، تعقیب او ترسره شي.

دغه راز د حج له غوښتونکو څخه هیله کېږي چې د خپلو پیسو د تحویلولو، د پاسپورټونو د سپارلو او یا بایومټریک لپاره ډېر ژر اقدام وکړي.

یادونه:

الف :د کابل ولایت د ولسوالیو حاجیان دې د کابل ولایت د ارشاد، حج او اوقافو ریاست ته مراجعه وکړي.

ب :هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي او برېښنایي پاسپورټونه لري، له ۴ قطعې اوسني ۴/۳ عکسونو سره، چې سپین بګرونډ ولري.

ج:هغه حاجیان چې مخکې تنظیم شوي؛ خو برېښنایي پاسپورټونه نه لري، له ۶ قطعې ۴/۳ او ۲ قطعې ۵/۴ عکسونو سره، د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ته مراجعه وکړي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته