TOP

د خبريالانو او رسنيو د قضيو د څېړنې کمېسيون غونډه جوړه شوه

 کابل / د وږي ۱۱مه / باختر

د خبريالانو او رسنيو د قضيو د څېړنې کمېسيون لومړنۍ غونډه نن د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو کمېسيون د مرستيال احمدالله وثيق په مشرۍ په کابل کې جوړه شوه.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې غونډه کې چې د کابل د امنيې قومندانۍ د استازي حافظ سراج الدين عمري او د خبريالانو او رسنيو د بنسټونو د استازي حجت الله مجددي په ګډون جوړه شوه؛ په وروستيو دوو اوونيو کې د خبريالانو د ستونزو په تېره بيا د کابل ښار د احمدشاه بابا مينې په ساحه کې د انعکاس ټلويزيون د رييس انجنير زلمي لطيفي پر کور د بريد او د طلوع ټلويزيون له خبريال زيارخان یاد سره د بد چلند او د هغه د کامرې او ټلیفون د غلا پر قضیو خبرې وشوې.

دغه راز په غونډه کې څرګنده شوه چې د یادو قضيو په اړوند امنيتي او استخباراتي ارګانونه جدي کار کوي او د خبريالانو د ګواښلو په تور يې يو تن نيولى دى او همدارنګه یې يو تن بل د سپوږمۍ رسنۍ پر کارکوونکی د بريد او د هغه د موټر د غلا په تور نيولی دى.

په دې غونډه کې د کابل د امنيې قومندانۍ استازي ټينګار وکړ چې د بيان آزادۍ، خبريالانو او د رسنيو ملاتړ د افغانستان اسلامي امارت کاري لومړيتوبونه دي او په دې لاره کې شپه او ورځ به د خبریالانو په خدمت کې وي.

د غونډې په پاى کې پرېکړه وشوه چې د ولايتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه هر مورد چې د خبريالانو او رسنيو په اړه ابلاغوي؛ بايد له ابلاغ مخکې د افغانستان اسلامي امارت د فرهنګي چارو له کمېسيون سره يې شريک کړي. دغه راز د اطلاعاتو او فرهنګ رياستونه مکلف دي له هغو خبريالانو سره د امنيت په تامينولو کې چې د خبري پوښښ په موخه د نظر وړ سيمو ته ځي او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې همکاري وکړي او که چېرې خبريالان له کومې ستونزې سره مخ کېږي؛ له ادارو سره د همغږۍ، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ستونزې د حل په خاطر دې له اطلاعاتو او فرهنګ رياستونو سره اړيکه ونيسي.

ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته