روغتیا

د خواجه ملک سبزعلي تاريخي څلى بيا رغاول کېږي

کابل/ باختر/ د وږي٢٣مه  
په لوګرکې د خواجه ملک سبزعلي د تاريخي څلي د بيا رغاونې کار نن پيل شو.
د باختر آژانس د سيمه ييز خبريال د خبرله مخې: د دغه څلې د بيارغاونې د کار په پيل کې د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وويل: دغه څلى دڅه دپاسه درې نيم ميليونه افغانيو په لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پرمختيايي بودجې څخه  د دغه ولايت په کلنګار سيمه کې د يوه کال په بهيرکې جوړېږي.
هغه زياته کړه چې دغه څلى په ګنبدي ډول دى او نږدې ٨٠٠ کاله لرغونتيا لري.
پاى ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته