خبرونهاقتصادټولنه

د خوست په ځنګلونو کې لګېدلی اور مهارولو لپاره هڅې پيل شوې دي

کابل، د غبرګولي٢٣مه، باختر

د خوست د قلندر ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چي د جلغوزيو او چارمغزو په ځنګله کې د لګيدلي اور د پراخېدو مخه رضا کاره ځوانانو او د سيمې اوسيدونکو نیولې او هڅې یې پيل کړي چې اور مهار کړي.

تېره ورځ غرمه مهال د خوست قلندر ولسوالۍ د لنډي کلي اړوند د تبۍ غره کې د جلغوزيو، چارمغزو او نورو زينتي ونو په ځنګله کې اور لګیدلې و، چې په ډېرې تيزی سره يوې او بلې خوا ته خپور شو.

د خوست د کرنې او مالدارۍ رئيس قاري عبدالصمد باختر آژانس  ته وویل، چې تر دي وخت د اور لګيدنې لامل نه دی څرګند؛ خو زياتې هڅې روانې دي چې د اور د خپرېدو مخه ونېسي.

بل پلو د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس شبير احمد عثماني وايي، چې دوی داسې وسايل نه لري چې د دغه ځنګله په ياده لوړه نقطه کې لګيدلی اور په بشپړ ډول مړ کړي.

نوموړي په دې برخه کې له بهرنيو هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه چې همکاري يې وکړي.

په ورته مهال د شپې ناوخته دغې سيمې ته د اور د کابو کولو په موخه د خوست له مختلفو سيمو څخه په لسګونه ځوانان په رضاکارانه ډول ورغلي.

د دغو رضاکارو له ډلې د سید احمد په نوم يو ځوان باختر اژانس  سره په خبرو کې وویل چې نورو سيمو ته د اور د خپريدو د مخنیوي په موخه، نږدې ساحو کې ونې په تبر او برقي ارو باندې پرې کوي او همدا ډول د بېلونو په وسيله په اور باندې خاورې شيندي.

د سید احمد  په وينا، دا مهال اور کنټرول شوی او د دې لپاره چې اور د دغه سيمې نورو ځنګلونو ته خپور نه شي، هڅه يې دا ده چې په بشپړ ډول يې مهار کړي.

د سیمې اوسېدونکو هم له مرکزي حکومته د اور د مهار کولو غوښتنه کړې ده.

صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته