کابل، د چنګاښ١١مه، باختر
د خوړو نړيوال سازمان په يوه تويټ کې ليکلي، چې په تېره يوه اوونۍ کې د خوست او پکتيکا ولايتونو له ٢٥ زرو زلزله ځپلو کسانو سره يې بشر دوستانه مرستې کړې دي.
د خوړو نړيوال پروګرام ويلي، چې په دغو بېړنيو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي، چې په وروستيو ورځو کې د پکتيکا او خوست ولايتونو پر زلزله ځپلو وېشل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان په جنوب ختيځ کې له مرګونې زلزلې وروسته د نړۍ يو شمېر زياتو هېوادونو خپلې بشر دوستانه مرستې افغانستان ته را لېږلې دي.
\ ذ