فرهنګ

پوهاندباوري: د هېواد په يوشمېر ولايتونوکې د څلورو راډيويي شبکو وسايل درول کيږل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٩ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن څرګنده کړه  چې په نږدې راتلوونکې کې د څلورو راډيويي شبکو وسايل د هېواد يوشمېر ولايتونو ته ليږدول کيږي او وبه درول شي.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
دغه وسايل پخوا د متحده عربي اماراتو له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت سره مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست په داسې حال کې چې د روزګان ولايت د دهراوود  غږ مسوول  محمدعمر وزيري هم حاضر و، وويل چې د راډيويي شبکو دغه وسايل به د قندهار، هرات، بدخشان او د ننګرهار ولايتونو ته وليږدول شي   او په فعاليت به پيل وکړي .
ده څرګنده کړه چې د دغو دولتي راډيويي شبکو له لارې به بېلابېل پروګرامونه خپاره شي چې د خلکو د ذهنونو د روښانه کولو او د هېواد او نړۍ د روانو پيښو په اړوند د خلکو په خبرولوکې اغيزمن رول ولري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته