ښوونه او روزنه

د دایکنډي کتابتون ته د زرو ټوکو کتابونو ورکول

– کابل / د لیندی / ۱۱ / باختر
د دایکنډي والي امین الله عبید د دغه ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست عامه کتابتون ته څه د پاسه ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه ورکړل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د دغوکتابونو د ورکولو په وخت کې د دایکنډي والي ، د ولایت د دفتر رییس ، د رسنیوخاوندان ، ځوانان او فرهنګیان شتون درلود.
د دایکنډي والي مطالعه يې ځوانانو او فرهنګیانو لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې ځوانان باید مطالعې ته مخه کړي او د کتاب لوستلوفرهنګ ته وده وکړي.
د دایکنډي والي دغه راز زیاته کړه چۍ کتاب او مطالعه د دایکنډي ولایت د ځوانانو اړتیا ده او د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې ځوانانوته د یو سمبال کتابتون جوړول او د مطالعې زمینه برابره کړي .
د دایکنډي د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست سرپرست محمد حسین سیرت ، مطالعه يې د ځوانانو د استعدادونو د ودې لپاره ښه زمینه وبلله او زیاته یې کړه چې د دغه ریاست په کتابتون کې ۲۰۰۰ ټوکه بېلابېل کتابونه شته او هیله ده چې نن د ۱۰۰۰ټوکونورو مرسته شویو کتابونو په بډاینې سره د لوستونکوستونزې لرې شي.
ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته