اعلامیهTOP

د دلوې ۲۶ مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د اېستلو په اړه د اسلامي امارت اعلامیه

کابل / د سلواغې ۲۶مه /باختر
نن د دلوې میاشتې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د ماتې او خروج له ۳۳ مې کلیزې سره سمون خوري.
د افغانستان اسلامي امارت دغه ورځ د افغانستان په تاریخ کې له ویاړه ډکه ورځ بولي چې له امله يې خپل ټول مسلمان او مجاهد ملت ته مبارکي وايي.
ريښتیا هم چې د هېوادونو آزادي او هویت د هغوی د همت او شهکاریو پورې اړه لري چې الحمدلله په تېرو سلو کلونو کې افغانانو درې ځله په دې میدان کې مثبت امتحان ورکړی او د خپل هیواد آزادي او خپلواکي يې ګټلې او ساتلې ده.
دا چې اوس مهال په دريم ځل هم زموږ هیواد تازه له اشغال څخه آزاد شوی، څرګندوي چې په افغانانو کې د آزادۍ غوښتنې حس لاهم په قوت کې موجود دی او د خپل دین او هېواد د ساتنې لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
موږ هیله من یو چې د تېرو څه باندې سلو کلونو له پرلپسې یرغلونو او بېرته آزادۍ ګټلو څخه په راتلونکي کې متجاوز هیوادونه ډېر څه زده کړي او نور زموږ له هېواد او ملت سره د دښمنۍ او کینې لار ونه نیسي.
افغانان په سوله او امن مین خلک دي، خو هرځل يې سوله او امن د بهرنیو یرغلونو او تاړاکونو له امله په جګړه بدله شوې او فرصتونه ورڅخه اخیستل شوي دي.
موږ د بل هېڅ هیواد په حریم او خاوره د تجاوز نیت او اراده نه لرو او له نورو هیوادونو سره هم د متقابل درناوي او په امن کې د ژوند کولو تمه لرو.
د افغانستان مسلمان او غیور ولس باید د تېر په څېر په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو په وړاندې ډېر حساس او بیدار و اوسي او د خپل کلک اسلامي تعهد او ملي وحدت په ساتلو سره د خپلو نیکونو او پلرونو لار تعقیب کړي او د خپل هېواد ازادۍ او خپلواکۍ وساتي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته