خبرونهټولنهTOP

د راتلونکو ۲ ورځو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو اټکل شوی

کابل، د کب ۲۲مه، باختر

د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې (کب) مياشتې له ۲۳ څخه ۲۴ مې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.

یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، شمال، کابل او هلمند) حوزو کې شوی دی.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تالقان، بغلان، سمنګان، بلخ، سرپل، میمنه، پنچشیر، غوربند، میدان وردک، کابل، کنر، ارغنداب او ترنک سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.

په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته