خبرونهفرهنګTOP

د روان کال غوره لیکوالان، فرهنګیان او هنرمندان ستایل کېږي 

 کابل، د چنګاښ ۲۸ مه، باختر

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت چارواکي وايي، چې اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي ډګر کې مسؤلیت لري چې د هېواد له کلتوري، دیني او ملي ارزښتونو ساتنه وکړي.

دغه څرګندونې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي د ۱۴۰۱ کال د هنري او فرهنګي جایزو لپاره د ارزونې پلاوي د همغږۍ په غونډه کې وکړې.

عزیزي وویل، چې، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په فرهنګي ډګر کې مسوولیت لري چې د نورو برخو ترڅنګ د هېواد له کلتوري، دیني او ملي ارزښتونو څخه ساتنه وکړي.

د فرهنګ او هنر معین وویل، چې د فرهنګي او هنري جایزو د وېش له لارې به وکولای شي چې غوره فرهنګیان، هنرمندان، لیکوالان او د فن خاوندان وستایل شي.

هغه د قضاوت له پلاوي هیله وکړه چې اسلامي او ملي ارزښتونو په کتو سره عادلانه او منصفانه قضاوت وکړي.

ټاکل شوې چې د فرهنګي او هنري جایزو سیالۍ د مقررې پر بنسټ به دغه سیالي د زمري د ۲۸ مې په ویاړ جوړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې له یوې میاشتې راهیسې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو فرهنګ ریاست  آثار راټول پیل کړي او دغه غونډه د فرهنګي او هنري برخې ( د هېواد کلتور، ادبیات، راډیو تلوېزیون، فلم، تیاتر، ترنم او ترانې، انځوریز هنرونه او ژورنالیزم) برخو د قضاوت پلاوي همغږۍ لپاره جوړه شوې وه.

په غونډه کې د هرې برخې قضاوت پلاوي او داوران وټاکل شول او هغوی د قضاوت په څرنګوالي باندې بحثونه هم وکړل.

په غونډه کې د خلکو فرهنګ ریاست د راټول شویو آثارو په اړه معلومات ورکړل چې په ټوله کې تر اوسه په ټولو برخو کې ۱۸۸ فرهنګي-هنري آثار له مرکز او ولایتونو څخه راټول شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته