امنیت

د روزګان د لومړۍ حوزې آمر شهید کړای شو

ترینکوټ / د تلې  مه / باختر
د روزګان په مرکز ترینکوټ کې نامعلومو وسله والو د لومړۍ حوزۍ پر آمر ولي محمد ډزې کړې او شهید کړی یې  دی.
باوري سرچینو د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته ویلي چې ولي محمد تېره شپه په ترینکوټ کې  خپل  کور ته څېرمه په نښه شوی او دوه ساتونکي یې هم ورسره شهیدان شوي دي.
ولي محمد د پخواني جمهوررييس حامد کرزي د سلاکار وزیر جان محمد محمدى زوی چې یو بل زوی یې محمد قسیم محمدى د اوسنۍ جمهور رییس سلاکار هم پاتې شوی دی.
پای/وصال
                      

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته