سیاستخبرونه

د رييس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير: د سمنګانو د خلکوستونزې څېړل کيږي

 کابل/ د مرغومې ۲مه /باختر

د رياست الوزرا سياسي مرستيال  مولوي عبدالکبير د سمنګانو ولايت له  مسولينو سره وکتل.

د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د اسلامي امارت د وياند مرستيال انعام الله سمنګاني په خپل ټيوتر کې ليکلي دي چې د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د سمنګانو ولايت د روي دواب له ولسوال مولوي عبدالمنان اسلمي او يوشمېر نورو مسوولينو او مخورو سره په کتنه کې ژمنه کړې ده چې د دغه ولايت د خلکو ستونزې د اړوندو بنسټونو له لارې څېړل کيږي.

په دې کتنه کې چې په سپېدارماڼۍ کې ترسره شوه د سمنګانو ولايت سيمه ييزو مسوولينو د خپلوغوښتنو او وړاندیزونو د طرحه کولو په ترڅ کې په دغه ولايت کې د امنيت د تامينولو ډاډ ورکړ.

هغوى دغه راز د دره صوف او د روي دواب ولسواليو د سړکونو د بيارغاونې غوښتنه وکړه او د دغه ولايت يو شمېر  نورې ستونزې يې د رياست الوزرا له مرستيال سره  شريکې کړې.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په دې کتنه کې د سمنګانو ولايت مسوولينوو او مخوروته ډاډ ورکړی دى چې د اړوندو بنسټونو په همغږۍ د دغه ولايت د خلکوغوښتنې او ستونزې څېړل کيږي. ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته