سیاستخبرونهTOP

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د بیات بنسټ فعالیتونه وستایل

 کابل، د چنګاښ ۴مه، باختر

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن د بیات بنسټ له مشر احسان‌الله بیات سره په کتنه کې، په هېواد کې د دغه بنسټ د فعالیتونو ستاینه وکړه.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې، د بیات بنسټ مشر ویلي چې چمتو دی په افغانستان کې د روغتیا، برېښنا او مخابراتو په برخو کې پانګونه وکړي.

په همدې حال کې، د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال هم په خپلو خبرو کې ویلي دي: موږ د هېواد په اقتصادي بیارغونه کې د ټولو سوداګرو او پانګه والو هڅې ستایو او د هغوی ملاتړ کوو.

هغه زیاته کړې ده: څوک چې په افغانستان کې پانګونه کوي او خلکو ته د کار زمینه برابروي، موږ یې هرکلی کوو؛ امنیت یې تأمینوو او د کار کولو زمینه ورته برابروو.

په دغو وروستیو کې په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت او فساد د له منځه وړلو په دلیل، په بېلابېلو سکټورونو کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګه والو لېوالتیا زیاته شوې ده.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته