سیاستخبرونه

د ریاست‌الوزرا او ارګ لسګونه ساتونکي له پوځي روزنیز مرکز څخه فارغ شول

 کابل، د چنګاښ ۴مه، باختر

د رئیس‌الوزرا او ارګ د ساتنې لوی ریاست د نوي تشکیل له مخې، په ۳۱۳ مرکزي قول اردو کې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند لسګونه ساتونکي له څو میاشتنیو پوځي زده کړو وروسته فارغ شول.

باختر آژانس ته په را رسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کمانډو د دغو ځواکونو د فراغت په مراسمو کې د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شېر محمد عباس ستانکزي او یوشمېر نورو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې، ملا عبدالغني برادر اخوند، په خپلو خبرو کې فارغانو ته وویل: نن الحمدلله اشغال ختم شوی، دښمن پوره ماتې خوړلې؛ خو په سیاسي او اقتصادي برخو کې لا هم د دښمن دسیسې پای ته نه دي رسېدلې او په هره ممکنه لاره زموږ پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه زیاته کړه: لکه څنګه مو چې د اشغال په مقابل کې سپېڅلې مبارزه وکړه، همداسې به د دغه هېواد د ساتنې او اقتصاد لپاره هم په پوره مېړانه مبارزه کوو او دا کار ستاسې پر مټ شونی دی.

دغه راز په مراسمو کې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هم په خپلو خبرو کې وویل: هېڅکله یوه ملت ټولې نړۍ ته په یوازې ځان ماتې نه ده ورکړې، خو دغه کار د اسلامي امارت مجاهدینو وکړ چې له دې سره نه یوازې د افغانانو، بلکې د نورې اسلامي نړۍ د بېوزلو مسلمانانو سترګې هم ستاسو پر لوري دي.

ستانکزي زیاته کړه: تاسې به په پوره اخلاص او صداقت سره د دغه هېواد او مظلوم ولس د سر او مال ساتنه کوئ.

باید وویل شي چې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ساتونکو ته د مسلکي نظامي ښوونې او روزنې پر مهال د معیاري عسکري نظام او عامه نظم ساتنې اصول، د نظم او ډسپلین په برخه کې د جمنازیوم لارښوونې، د سپکو او درندو وسلو د تطبیقاتو مهارتونه او مانورونه، نښه ویشتنه  او همدارنګه  د تعرض او کمین ترڅنګ یو شمېر نور پوځي تمرینونه هم ورکړل شوي دي.

وهاج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته