ټولنه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست په سمنګانو کې له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره وکتل

کابل / د لړم ۶ مه / باختر
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري نن په ايبکو ښار کې له يو شمېر ديني عالمانو، مخورو او روحاني شخصيتونو سره وکتل.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د سمنګانو سرپرست والي ملا عبدالرحمن کندزي وویل: د الله تعالی شکر ادا کوو چې د افغانانو په مبارزو او قربانيو سره په هېواد کې اسلامي نظام واکمن او سراسري سوله ټينګه شوه.
ديني عالم شيخ عبدالغفار هدفمند له اسلامي نظام څخه د ملاتړ څرګندولو ترڅنګ د اسلامي نظام ټينګښت د ټولو افغانانو په تېره بيا د ديني عالمانو هلې ځلې وبللې.
په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري ديني عالمان او مشايخ د دين پتنګان او د افغانستان د خلکو اساسي خدمتګاران وبلل، په وینا یې دیني عالمانو په زياتو تکليفونو سره د نظام په واکمنېدو کې رغنده رول لوبولای دی.
نوري زياته کړه: د ديني عالمانو او مشايخو يو مسووليت دا هم دی چې د جوماتونو او ممبرونو له لارې د اسلام او خلکو د دښمنانو ناوړه او منفي تبليغات شنډ او د وعظونو له لارې مسلمانان اتحاد او اتفاق ته راوبولي.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته