سیاست

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت نوي معین او د کوچیانو چارو نوي رییس دندې پيل کړې

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت نوي معین مولوي ګل زرین کوچي او د کوچیانو چارو نوي لوی رییس مولوي احمد طه د دغه وزارت کار کوونکو ته وروپېژندل شول او دندې یې پیل کړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د معرفت په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري په حکومتي چارو کې ادلون بدلون یو معمول اصل وباله.
نوري زیاته کړه چې چې دواړه وړ عالمان، متواضع شخصیتونه او مجرب کادرونه دي، چې د جهاد په دوره کې یې د اشغال پر وړاندې فعاله ونډه اخیستې او د اسلامي امارت په تېره دوره کې یې هم په بېلابېلو لوړو پوستونو کې په ښه توګه دندې ترسره کړې.
هغه وویل چې دغه مسوولیت یوامانت دی.
په همدې حال کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت دفتر رییس شیخ حضرت ولي حقاني وویل: بشپړ باور لرم چې دوی به په خپلو ادارو کې د خپلو همکارانو سره په همغږۍ مثبت بدلون راولي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کوچیانو چارو نوي رییس مولوي احمد طه وویل چې له خپل دین، هېواد څخه دفاع او د ګډ دښمن پر وړاندې مبارزه د ټولو مسوولیت دی.
ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته