اقتصاد

د سمنګان پربزګرانودغنمواصلاح شوې تخم اوکيمياوي سره وويشل شوه

کابل/دلړم ٢٤مه /باختر
د اکتيد موسسې د سمنګانو د مرکز اود حضرت سلطان، فيروزنخچير اوخرم سارباغ د ولسواليو په ٥٠ تنو بزګرانودغنمو اصلاح شوي تخم اوکيمياوي سره وويشله.
د اکتيد د ولايتي دفتر مسوول انجنير حميد الله رحماني باختراژانس ته وويل: دغه موسسه د سمنګانو ولايت د کرنې اواوبو لګولو رياست په همغږى د دغه ولايت د مرکز ايبکوښار اود حضرت سلطان ، فيروزنخچير او خرم سارباغ په ٥٠ مخکښو بزګرانو دغنمو اصلاح شوي تخم اوکيمياوي سره وويشله.
رحماني زياته کړه په دې پروګرام کې په هر بزګر د غنمو ٥٠کيلوګرامه تخم ، ٥٠کيلوګرامه توره سره او سل کيلوګرامه سپينه سره وويشل شوه.
د ايبکو د مرکز ژوندون درې د کلي يو اوسيدونکى چې دغنمواصلاح شوي تخم او کيمياوي سره يې ترلاسه کړې ده وايي :مرستندوي سازمانونه بايد له بزګرانوسره خپلې مرستې زياتي کړي.ځکه د دغو غنمو حاصلات په ابي اوللمي ځمکوکې زيات دي .
د سمنګانود کرنې اواوبولګولو رياست مسوولينو د اکتيد موسسې له دغومرستو مننه وکړه اود دغې موسسې د مرستو پردوام يې ټينګاروکړ.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته