تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې بهیر او د ولسونو ملاتړ

کابل / د لیندۍ ۱۰مه / باختر
په افغانستان کې د سولې لپاره روان کوښښونه د نوي پړاو په درشل کې دي. په دغه پړاو کې د ولسونو نقش برخلیک ټاکونکی دی. د ولسونو له همکارۍ پرته په افغانستان کې سوله بسیا کېدای نه شي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
رښتیا خبره دا ده چې په تېرو څو کلونو کې افغان ولس د سولې له هڅو یو ډول ګوښی پاتې شوی و. ډېرو داسې ګڼله چې سوله او جګړه د حکومت کار او بهرنیانو کار دی، د سترو قدرتونو کار دی. دغه راز ذهنیت او انګیرنه ناسمه ده. موږ باید دا واقعیت ومنو چې د ولسونو له هر اړخیزې همکارۍ او دغه راز غوڅ ملاتړه پرته په هېواد کې سوله راتلی نه شي. چارواکي او همدارنګه نړیواله ټولنه ډېر وروسته ځیر شوه چې د ولسونو له ملاتړه پرته د سولې بهیر پر مخ تلی نه شي. د دغه درک په رڼا کې، افغان مشرتابه د سولې مشورتي لویه جرګه راوغوښته او همدارنګه د سولې په اړه هم په کابل کې او هم په ولایتونو کې د قومي مخورو، مشرانو، دیني عالمانو، ښځو او ځوانانو غونډې جوړې شوې، په دغو غونډو کې د سولې پر اړتیا او همدارنګه سولې ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وشوې. دا د سولې په بهیر کې د ولسونو د راګډولو لومړني ګامونه دي.
که موږ غواړو په دوحه کې د سولې خبرې پرمختګ وکړي، که موږ غواړو چې دننه په افغانستان کې د سولې په اړه راټوکېدلې اجماع غښتلې او پیاوړې شي، که موږ غواړو چې د سولې بهیر په راتلونکې کې له کوم خنډ او ځنډ سره مخ نه شي؛ نو باید په دغه بهیر کې د ولسونو ونډه لا پراخه شي. موږ تل وایو چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مشرۍ او مالکیت مخ ته لاړ شي. موږ باید ولس ته د سولې بهیر د مالکیت احساس ورکړو. تر هغو چې ولس د دغه بهیر د مالکیت احساس ونه کړي، هغه خپل ونه ګڼي؛ نو جوته ده چې د دغه بهیر په اړه فعال دریځ نه غوره کوي، پوره همکاري ورسره نه کوي، ملاتړ یې نه کوي. موږ باید ټول کوښښونه او نوښتونه وکړو چې افغان ولس د دغه بهیر د مالکیت احساس وکړي او د سولې لپاره د روانو کوښښو په اړه ځانونه له ذهني اسارته وژغوري.
اوس د دې وخت دی چې ټول افغانان د سولې په اړه له کلونو راهیسې جوړ شوی ناسم ذهنیت ته د پای ټکی کېږدي، ځانونه د دغې خاورې اصلي مالکان وګڼي، ځانونه د ټولو هغو مسایلو اصلي مالکان وګڼي چې زموږ د هېواد په برخلیک پورې اړه لري. افغانان باید دا مسئله درک کړي که دوی د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره مټې رابډ نه وهي؛ نو بیا خو به همدا د تېرو څلورو لسیزو ډرامې تکرارېږي او نور به یې برخلیک ورټاکي. اوس چې د سولې بهیر د برخلیک ټاکونکي پړاو په درشل کې دی، موږ باید ولسونه وهڅوو چې په دغه بهیر کې فعاله ونډه واخلي.
لکه پورته چې وویل شول؛ تر هرڅه وړاندې باید دوی ته د دغه بهیر د مالکیت احساس ورکړو. که ولسونه د دغه بهیر د مالکیت احساس وکړي؛ نو بیا د دغه بهیر ننګه او ملاتړ کوي. موږ خپل ولسي جوړښتونه لرو، جرګې لرو، نرخ لرو، دود او دستور لرو. ولسونه ډېر ښه پوهېږي چې کله او څنګه له دغو دودیزو او منل شویو میکانیزمونو ګټه واخلي. ولس باید وهڅول شي چې د سولې لپاره له غیر فعال دریځه راووځي، فعال، نوښتګر او هڅاند دریځ غوره کړي. په دغه راز حالت کې د سولې بهیر په ښه او بریمنه توګه پرمختګ کولای شي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته