TOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سولې له هراړخیزې طرحې سره

کابل/ د وري ۶مه/ باختر
په ترکیه کې د افغانستان د سولې په اړه په نږدې راتلونکې کې جوړېدونکې نړیوالې غونډې ته تیاری پیل شوی دی. ځیني وایي دا خورا مهمه غونډه ده او ښایي د افغانستان راتلونکی برخلیک وټاکي. یو شمېر کتونکي ان د ترکیې غونډه د بن دویم نړیوال کنفرانس بولي. موږ پر دغو قضاوتونو بحث نه کوو او هغه مخکې له وخته ګڼو. خو یوه خبره روښانه ده اوهغه دا چې د ترکیې غونډه کېدونکې ده او د افغانستان سولې بهیر به د دغې غونډي اصلي او یوازینۍ موضوع وي. د باخترآژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
شک نشته چې باید د هرهغه نوښت، پرېکړې او اقدام هرکلی اوملاتړ وشي چې په افغانستان کې د سولې بسیا کېدو لپاره ترسره کېږي. هره غونډه او ناسته په یوه نه یوه بڼه د سولې لپاره په ذهنیت جوړونه کې مرسته کوي؛ خو له دې سره جوخت دا هم باید ومنو چې په بهر کې د غونډو جوړول او د بهرنیو یانی غیر افغاني طرحو وړاندې کول یوه ستره ستونزه ده، یوه نیمګړتیا ده او ژر سولې ته په رسېدو کې یو ستر خنډ دی. پر دغه واقعیت څوک سترګې پټولی نه شي چې که بهرنیان هرڅومره ټټر ووهي او دعوه وکړي چې افغانستان پېژني او پر ټولو مسایلو یې ښه پوهېږي، دا هسه تشه خبره ده. افغانستان لا افغان سیاستوالو لکه څنګه چې لازمه او اړینه ده، په سمه او هراړخیزه توګه پېژندلی نه دی؛ نو بیا بهرنیان څنګه د افغانستان د بشپړې اوهراړخیزې پېژندا دعوه کوي. د بهرنیانو او همدارنګه زموږ یو شمېر سیاستوالو پېژندنه پر هغو معلوماتو ولاړه ده چې د افغانستان او افغانانو په اړه په کتابونو کې راغبرګ شوي دي او تر ډېره تیوریکي اړخ لري. تجربو دا ښودلې ده چې د تیوري او عمل تر منځ ډېر واټن دی. تجربو دا هم ښودلې ده چې نه هره تیوري په عمل کې د تطبیق وړتیا لري. دغو ټکو ته په کتو، دا ښه په زغرده ویلی شوو چې د افغانستان لپاره هره وړاندې کېدونکې بهرنۍ طرحه د ټولو ستونزو حل تضمینولی نه شي، ښایي مثبت ټکي به ولري او باید له دغو مثبتو ټکو ګټه واخیستل شي؛ خو د یوې بشپړې او هراړخیزې طرحې په سترګه ورته کتل به یوه تېروتنه وي.
دغه راز هره غونډه که هغه دننه په هېواد کې جوړېږي او یا له هېواده بهر، باید ځانګړې اجنډا ولري، د بحث موضوع یې ښه روښانه اوڅرګنده وي او ټول بحثونه پر همغې موضوع راټول وی، له دې پرته د هرې غونډې جوړېدل د وخت ضایع کېدل دي؛ یوازې د وخت ضایع کېدل نه دي، بلکې د خلکو له هیلو او پاکو احساساتو سره لوبې کول دي. هره غونډه باید یوه پایله ولري، داسې پایله چې هغه په هېواد کې د سولې بهیر له چټکتیا سره مرسته وکړي او د افغانانو ترمنځ د باور او اعتماد فضا غښتلې اوپیاوړې کړي.
جمهوررییس د ترکیې راروانې غونډې ته د سولې طرحه وړاندې کړېده. ځینو وویل چې دا طرحه د امریکاییانو د طرحې په ځواب او رد کې وړاندې شوېده؛ خو لکه څنګه چې د جمهوري ریاست د عامه او ستراتېژیکو اړیکو رییس وحید عمر په خبري غونډه کې وویل دا طرحه نه د چا په تایید کې وړاندې شوېده او نه هم د چا په رد کې، نه د کومې طرحې په غبرګون کې او نه هم په مخالفت کې؛ بلکې د افغانستان اسلامی جمهوري دولت د سولې طرحه ده او په دې طرحه کې د جمهوریت لیدلوری راغبرګ شوی دی. د افغانستان اسلامی جمهوري دولت پلاوی به له دغې هراړخیزې طرحې سره په راروانه غونډه کې ګډون کوي.
پاى- ن.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته