سیاستخبرونهرپوټونه

د سپټمبر د یوولسمې د قربانیانو کورنۍ: د افغانستان بانکي زېرمې زموږ حق نه دی

 کابل، د غبرګولي۱۸مه، باختر

یوې امریکايي ورځپاڼې پرون د سپټمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو د یو شمېر کورنیو له خولې لیکلي، چې ویلي یې دي د افغانستان بانکي زېرمې زموږ حق نه دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا دولت د اسلامي امارت په بیا بریالیتوب سره د افغانستان څه د پاسه ۹ میلیارده ډالره په دغه هېواد کې کنګل کړې دي.

د امریکا دولت له دغه تصمیم وروسته چې په مستقیم ډول د دغه هېواد د جهمور رئیس بایډن تر نظر لاندې ونیول شو چې وروسته یې حکم  وکړ چې د دغو شتمنیو ۳،۵ ملیارده ډالره د سپتمبر د یوولسمې نېټې د قربانیانو کورنیو ته ورکړل شي.

دغه تصمیم په دې دلیل چې افغانستان او د افغانستان خلک د سپټمبر د یولسمې نېټې په پېښو کې لاس نه درلود د کابل او د یو شمېر نورو هېوادونو له خوا یو ظالمانه تصمیم وبلل شو.

د امریکا د (اندي پندنت) فارسي ژبې ورځپاڼې پرون خبر ورکړ چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو یوشمېر کورنیو د بایډن له دولت څخه وغوښتل چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې شتمني آزاده کړي.

د رپوټ په بله برخه کې ویل شوي (دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د جمهوررئیس جوبایډن په لارښونه د افغانستان د دغې شتمنۍ یوه برخه د غرامت په توګه د سپټمبر د یوولسمې نېتې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شوې ده).

په رپورټ کې ویل شوي،  د قربانیانو کورنیو ویلي چې د افغانستان د عادي خلکو د پیسو يرغمل کول به د عدالت غوښتنې لپاره مناسبه لاره نه وي دغې امریکايي ورځپاڼې په خپل رپوټ کې لیکلي، مخکې له دې د قربانیانو کورنیو، حقوقي شرکتونو او وکیلانو د دغه غرامت د ورکولو غوښتنه کړې وه.

د اندي پندنت (فارسي) ورځپاڼې دغه راز لیکلي دي (له هغه وروسته چې د ۱۴۰۰ کال د زمري په میاشت کې پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د امریکا دولت د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ کنګل کړې د ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې جوبایډن لارښونه وکړه چې دغه شتمنۍ دې په دوو برخو ووېشل شي او یوه برخه يې د سپتمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په ډول ورکړل شي).

د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګل کول د دې سبب شو، چې په افغانستان کې د بانکدارۍ  فعالیتونه له کاره ولوېږي او آن خلک د افغانستان په بانکونو کې خپلو پیسو ته لاس رسۍ ونه لري. او د نغدینه ګۍ کمښت د اقتصادي او د قحطۍ د بحران سبب شو.

د بایډن له لارښونې وروسته اوس د سپتمبر د یوولسمې نېټې د بریدونو د قربانیانو کورنۍ او د مهاجرینو د ملاتړ سازمانونه د بایډن له دولت څخه غواړي چې د افغانستان بانک شتمنۍ بېرته دغه بانک ته ورکړي.

کلي کمبل چې په دې وروستیو وختو کې افغانستان ته راغلی و، له  یادې ورځپاڼې سره یې په مرکه کې ویلي چې په افغانستان کې بېوزلۍ او د لوږې حالت وحشتناک دی. او زیاته کړې یې ده (خلک په ډيرې چټکۍ سره په بېوزلۍ اخته کېږي او دا تر زیاتې اندازې پورې په دې خاطردي چې په افغانستان کې نوی بانکي سیستم شتون نه لري او خلک خپلو حقوقو ته لاس رسۍ نه لري.

هغه زیاته کړې (دغه تصور چې هغوی د قحطۍ او لوږۍ په درشل کې دي او موږ د هرهدف لپاره چې د هغوی پیسې ساتو یوه تېروتنه ده. د افغانستان خلک د سپتمبر د یوولسمې پېښې مسوولان نه دي، هغوی هم زموږ په شان د سپتمبرد یوولسمې نېټې قربانیان دي

ایدان سالامون د امریکا یو بل وګړی دی، چې په څلور کلنۍ کې یې خپل پلار د سپتمبر د یوولسمې نېټې په بریدونو کې له لاسه ورکړ اوس د اعتراض کوونکو په ډله کې دی ویلي یې دي (بایډن باید مخکې له دې چې په افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځته شي د افغانستان پیسې یې آزادې کړې وای).

هغه ویلي موږ د غرامت د ترلاسه کولوغوښتنه کوو خو په دې فکر چې موږ شکایت او غرامت په مستقیم ډول نورخلک له قحطۍ سره مخ کوي، ډیردردونکی دی.

اندي پندنت (فارسي) د نورو امریکايي رسنیو له خولې لیکلي، حقوقي شرکتونه او مدافع وکیلان د قربانیانو له کورنیو څخه زیات د افغانستان د مرکزي بانک له پیسو څخه د غرامت د ترلاسه کولوغوښتنه کوي.

دغو رسنیو په امریکايي بانکونو کې د افغانستان اسعاري زېرمې د باد راوړلو پیسو په توګه یادې کړې د هغو کورنیو مدافع وکیلان چې د سپټمبر د یوولسمې نېټې په بریدونو کې یې خپل خپلوان له لاسه ورکړي هڅه کوي چې دغه پیسې ترلاسه کړي.

په دغه نا عادلانه  دوسیه کې د وکیلانو او د حقوقي شرکتونو ونډه به سلګونه میلیونه ډالره وي.

دغه وکیلان او حقوقي شرکتونه د خپلې ګټې لپاره یوشمېر کورنۍ هڅوي چې له انصاف څخه لرې تصمیم ونیسي او د یو بېوزله هېواد د خلکو پیسې د غرامت په توګه ترلاسه کړي چې خپله د امریکا او د هغه د متحدینو د دسیسو قرباني شوې دي.

هغه وکیلان او حقوقي شرکتونه چې د افغانستان د شتمنیو پرسر جنګېږي د افغان مهاجرو د غوصې سبب شوی او د امریکا  فدرالې محکمې ته یې خبرداری ورکړی، چې د افغانانو په وړاندې د بې عدالتۍ عامل نشي هغو ټينګار کړی، چې د امریکا دولت دې باید دغه پیسې آزادې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته