خبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د سیمې هېوادونو ترمنځ د تجارتي اړيکو پراختيا، د يو پياوړي اقتصاد د جوړېدو لپاره يوه مقدمه ده

کابل، د غبرګولي١١ مه، باختر

د افغانستان او د سيمې هېوادونو ترمنځ  د تجارتي اړيکو پراختيا کولاى شي د دغو هېوادونو ترمنځ د يو پياوړي  اقتصاد د رامنځته کولو لپاره يوه مقدمه وي.

د باخترآژانس مبصرليکي:  افغانستان او ايران د حقوقي او تجارتي ستونزو او چلنجونو د حل کولو په موخه د سوداګرۍ ګډه خونه جوړوي.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې د خونې مسوولينو د څرګندونو له مخې، د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه به په نږدې راتلوونکي کې په رسمي ډول فعاليت پيل کړي.

د دغې  خونې په جوړولو سره به  د دواړو هېوادونو د سوداګرو ستونزې لري شي او د دواړو هېوادونو ترمنځ  به د سوداګرۍ حجم زيات شي.

مخکې له دې د افغانستان او تاجکستان او د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه تجارتي خونه جوړه شوې ده او له چين سره د ورته خونې د جوړولو لپاره هڅې دوام لري.

ترکيه هم په سيمه کې د اغيزمن اقتصادي هېواد په توګه په افغانستان کې  د پانګې اچونې علاقمند دى او دغه علاقمندي د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره د ترکيې سفير په وروستۍ کتنه کې څرګنده شوې ده.

له بله پلوه په کابل کې د پاکستان سفير منصور احمدخان ويلي، چې  پاکستان ته  د افغانستان د صادراتو اندازه په وروستيو مياشتو کې زياته شوې ده او د دې ترڅنګ  چې  پاکستان ته د افغانستان د صادراتو د زياتوالي يادونه کوي د ټاپي پروژې د کار  د ګړندي کولو غوښتنه کوي چې  د زياتې مودې په تېرېدو سره  لږ پرمختګ درلود او زياتره دغه ملامتيا پر پاکستان اچول شوې، چې د دې پروژې په تحقق کې یې خنډونه رامنځته کړي دي. خو اوس پاکستان په افغانستان کې د امنيت تامينولو خبره کوي      او ټينګار کوي چې د دې پروژې د کار پيل لپاره يو فرصت برابرشوى دى.

خو اوس په افغانستان کې د ټاپي پروژې پر وړاندې کوم ځانګړى سياسي خنډ شتون

نلري  بلکې د دې پروژې د پيل لپاره زمينه برابره ده.

جنوبي او مرکزي اسيا په  نړۍ کې زيات نفوذ لرونکې هېوادونه دي ، د دې ترڅنګ چې دغه هېوادونه د ښيي اقتصادي ودې شاهدان دي  خو بې وزلي او وزګارتيا چې کولاى شي د زياتو ستونزو عامل وي د دې حوزې د زياتو هېوادونو لمن نيولې ده.

ستونزه په دې کې ده چې په دې حوزه کې شامل هېوادونه  زيات کلونه په بې اعتمادى او ان دښمنۍ کې تېرې کړې او اوس هم دغه ناوړه حالت تر يوې اندازې پورې واکمن دى، سره له دې چې  د سيمه ييزو همکاريو او همپالنې لپاره  د همکارۍ انديشه شتون لري او په کابل کې د پاکستان سفير څرګندونې د دغو همکاريو د ټينګښت ښکارندوى دي. پخوا په افغانستان کې د امنيت نشتوالى  د سيمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او تجارتي همکاريو د کمښت لپاره  يوه پلمه بلل کېده  چې اوس  دا پلمه شتون نه لري او د افغانستان د ګاونډيو ترمنځ دا باور رامنځته شوى چې د دوى ګټې له افغانستان سره د تعامل له لارې په ښه ډول تامين شي. داښيي چې د سيمې هېوادونه افغانستان  په خپل منځ کې د نښلوکې هېواد په توګه پيژنې ، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د دغو هېوادونو تعامل ارزښتناک دى خو هغه څه چې افغانانو ته د خبرو وړ دي  د سيمې هېوادونو ترمنځ رښتيني تعادل او همکاري ده، پخوا يوشمير ګاونډيو هېوادونو  په وچې پورې د افغانستان تړلتيا  او د ترانزيت مسله د افغانستان پر وړاندې د يوې حربې په توګه وکاروله او  د افغان سوداګرو او پانګه والو پر وړاندې يې خنډونه  جوړ کړل.

دغه هېوادونه بايد  په افغانستان او سيمه کې  په نوي حالت باور ولري او ومني چې  د يو اړخيز امتياز اخيستنې وخت تېر شوى دى، تجارتي همکاري بايد متقابل ،متعادل او د دواړو لورو  د ګټو پربنسټ وي، که چېري موږ ګاونډيو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو د زياتوالي يادونه وکړو، افغانستان يوازې د وچو او تازه ميوو او دنورو زراعتي محصولاتو صادرونکى هېواد دى چې هغه هم  يو موسم لري. په داسې حال کې چې افغانستان ته د ګاونډيو هېوادونو صادرات دوامداره دي ترڅنګ يې دغه هېوادونه  د افغانستان له ترانزيتي تګلوري څخه ښه استفاده کوي خو افغان سوداګرو

ته يې دومره اسانتياوې نه دي برابرې کړي.

زموږ د خلکو غوښتنه دا ده چې ګاونډي هېوادونه دې په سوداګرۍ کې د تعادل اصل رعايت کړي او سوداګري سياسي نه کړي، بايد د سوداګرۍ خونو په چوکاټ کې افغان موټر چلوونکو ته زياتې اسانتياوي برابرې شي او د ګاونډيو هېوادونو په بندرونو کې دې افغان سوداګرو ته لازمې اسانتياوي برابرې شي، په ټوليزه توګه د افغانستان سودا ګرۍ د برخې مسوولين په ګاونډيو هېوادونو کې د افغانستان سوداګرو ته  د هغو اسانتياو په برابرولو ټينګار وکړي چې  افغانستان د ګاونډيو هېوادونو سوداګرو ته رامنځته کړي دي  چې د متقابلو همکاريو په شتون کې سيمه  د يو پياوړي اقتصاد د ودې شاهده وي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته