کابل، د چنګاښ١١مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر د ترانزيت د آسانتياوو د برابرولو او د افغاني سوداګرو د ستونزو د حل په موخه نن ازبکستان ته لاړ.
د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د حکومت او د خصوصي سکتور ګډ پلاوي د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست الحاج نورالدين عزيزي په مشرۍ د سوداګرۍ پياوړتيا، د ترانزيت آسانتياوو او د افغان سوداګرو د ستونزو د حل په اړه د خبرو اترو لپاره د ازبکستان پايتخت تاشکند ته روان شو.
\ ذ