خبرونهاقتصاد

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعت اوونۍ ونمانځله

 کابل، غبرګولی ۱۵ مه، باختر

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت او د سوداګرو او پانګه والو اتحاديې نن د (نوي پسرلي) په نامه د نړيوال يوولسم عمومي نندارتون د پرانیستلو او په هېواد کې د صنعت اوونۍ د نمانځنې په موخه په کابل کې يوه غونډه جوړه کړه.

د باختر آژانس د خبريال خبرله مخې؛ په دې غونډه کې چې د لويې جرګې په تالار کې جوړه شوې وه د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر، د کابينې يو شمېرغړو، او ځينو د يپلوماتانو ګډون کړى وو.

په دې غونډه کې د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملاعبدالغني برادر په هېواد کې  د اقتصادي ودې او ښه والي په خاطر د لازياتو نندارتونو په جوړولو ټينګار وکړ.

هغه ډاډ ورکړ چې اوس په ټول هېواد کې امنيت تامين دى  او له سوداګرو او پانګه والو يې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت د هغوى د سر او مال ساتنه او د هغوی د فعاليتونو ملاتړ کوي.

وروسته د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدين عزيزي د خصوصي سکتور په تېره بيا  په هېواد کې د پانګونې په خاطر د سودا ګرو اوپانګه والو د فعاليتونو او کارونو د قدردانۍ په ترڅ کې له هغوى څخه خپل ملاتړ اعلام کړ.

عزيزي د دغه وزارت د پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او د اقتصادي خپلواکۍ د ارزښت په اړه يې خبرې وکړې.

له بله پلوه د اقتصاد وزارت سرپرست  قاري دين محمد حنيف په اداره کې  د فساد د عواملو او زيانونو او د هېواد په اقتصادي وده کې  د صنعت د ارزښت په اړه  خبرې وکړې.

هغه د کورني توليداتو پر کيفيت ټينګار وکړ او د هېواد له ټولو صنعتکارانو يې وغوښتل چې په خپلو توليداتو کې کيفيت په جدي توګه په  پام کې ونيسي ځکه کيفيت کولاى شي  په کورنيو توليداتو د خلکو باور زيات کړي.

په همدې حال کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست الحاج خليل الرحمن حقاني په خپلو خبرو کې افغانان يووالي او پيوستون ته را وبلل  او له سوداګرو اوپانګه والو يې وغوښتل چې لاسونه سره ورکړي او د هېواد په پرمختګ او ابادۍ کې ونډه واخلي.

له بله پلوه په کابل کې د ايران اسلامي جمهوريت د سفارت اقتصادي مستشار محمد  حسن شيزايي په خپلو خبرو کې افغانستان د ايران نږدې دوست او ګاونډی وباله او د دغه هېواد خلک يې په نړۍ کې ډېر زيار کښه انسانان وبلل او په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې  د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

نوموړي وويل، چې ايران د يو پرمخ تللي او په خپلو پښو ولاړ افغانستان غواړي او  د دغه هېواد د پرمختګ لپاره د خپلو پروګرامونو د تطبيق لپاره اراده لري.

دغه راز د افغانستان د سوداګرو او پانګه والو د اتحاديې په استازيتوب محمد عاطُف داعي د دې اتحاديې د فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې دغه بنسټ  له ١٥ کلونو را په دې  خوا د خصوصي سکتور د ملاتړ او د ملي اقتصاد د ودې په موخه فعاليت کوي او تراوسه پورې يې مهم کارونه ترسره کړي دي.

داعي د افغانستان د اسلامي امارت په تېره بيا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ملاتړ قدرداني وکړه او له اسلامي امارت سره يې د دغې اتحاديې د همکارۍ د دوام ډاډ ورکړ.

دغه راز د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال سخي احمد پيمان هم د حکومت او خصوصي سکتور ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، چې  د حکومت او خصوصي سکتور د پرله پسې هڅو په پايله کې  نن په افغانستان کې  څه د پاسه پنځه زره صنعتي فابريکې فعاليت کوي  او په ٦٧ سکتورونو کې څه د پاسه ٤٠٠ زرو تنو ته په مستقيم ډول او څه ناڅه يو ميليون تنو نورو ته په غير مستقيم ډول د کار زمينه برابره شوې ده.

د غونډې په پاى کې د افغانستان اسلامي امارت مقاماتو او مسوولينو د (بهارنو) يوولسم نړيوال عمومي نندارتون پرانیست او د هغه بېلابېلې برخې یې وکتلې.

د يادولو وړ ده چې په دې نندارتون کې ١٥٠ غرفې د نارينه وو لپاره او څه د پاسه ١٥٠ نورې غرفې د ښځو لپاره په بېلابېلو سالونونو کې چمتو شوې دي چې په هغو کې لاسي صنايع، خوراکي او غير خوراکي توکي، درمل، ډول ډول نوشابې، غالۍ، د پرمينځلو توکي او الکترونيکي وسايل نندارې ته وړاندې شوي او د دريو ورځو لپاره د مينه والو په مخ پرانیستی دی.

\ ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته