امنیت

د طالبانو يو جګپوړى غړى په هرات کې ونيول شو

کابل / د غویي2٠مه / باختر
د وسله والوطالبانو يو جګپوړى غړى تېره شپه د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د ملي اردو د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باخترآژانس خبريال ته وويل: دعبدالله په نامه د وسله والو طالبانو يو جګپوړى غړى د هرات د شينډنډ ولسوالۍ له بازار څخه د کوماندو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شو.
امان وويل؛ نيول شوى کس د دولتي کارکوونکو د پېژندنې او ترور مسووليت په غاړه درلود چې د کوماندو ځواکونو له لوري له وسلو او مهماتو سره يې ونيول شو.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته